ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بوديجه کې د ولايتونو ترمنځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى”

“بوديجه کې د ولايتونو ترمنځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى”

author avatar
2 Dec 2013 - 15:35
“بوديجه کې د ولايتونو ترمنځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى”
author avatar
2 Dec 2013 - 15:35

کابل (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): د مشرانو جرګې ځينې غړي د راتلونکي مالي کال د بوديجې پر طرحه د ځينو نورو نيوکو تر څنګ وايي، چې په بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى.

د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه د لړم په ١٢مه د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال مشرانو جرګې ته وړاندې کړه. د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ نېټه پيلېږي.

په دې طرحه کې ٢٧٥ميليارده افغانۍ عادي او ١٦٨ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې ده.

د مشرانو جرګې د مالي او اقتصادي چارو کمېسيون مشر محي الدين همدرد نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د تېر کال په پرتله په عادي بوديجه کې ٣٣ سلنه او په پراختيايي بوديجه کې ١٩ سلنه ډېروالى راغلى دى.

ده وويل، چې د پراختيايي بوديجې ٥٦ سلنه انتقالي بوديجه ده.

همدرد وايي، چې انتقالي بوديجه د ١٣٩٠، ١٣٩١ او ١٣٩٢ کلونو د پروژو اړوند ده.

هغه زياته کړه، چې بهرنيان د ځينو بوديجوي واحدونو د چارواکو د بې کفايتۍ له امله ، چې په تېرو کلونو کې يې بوديجه نه ده لګولې، له افغانستان سره د پراختيايي پروژو په برخه کې خپلې مرستې کمې کړې دي.

د ماليې وزير مخکې ويلي، چې د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې وويل، چې د لازم امنيت نه شتون، د ملي شورا له لوري د بوديجې په تصويب کې ځنډ او د دولتي ادارو له لوري په لازم وخت کې د کاري پلانونو نه جوړول، هغه لاملونه دي، چې د پراختيايي بوديجې لګښت له ځنډ سره مخ کوي.

همدرد وايي، په بوديجه کې د سړکونو، بندونو، هوايي ډګرونو، ښوونځيو، روغتايي مرکزونو او نورو پراختيايي پروژو د پلي کولو په مخه ډېروالى راغلى ا و ددې پروژو له لارې به ٦٦٨ زره تنو کار وموندل شي.

دى وايي، چې د عادي بوديجې ٤٢،٣ سلنه د امنيتي چارو، ١٤،٣ سلنه د بنسټونو، ١٢،٩ د معارف، ٨،٣ سلنه د کرنې او کليو پراختيا، ٤،٢ سلنه د روغتيا، ٤،١ د حکومتولۍ، ٢،٦ د ادارې او اقتصاد،٠،٨ سلنه د ټولنيز مصوونيت او ١٠،٥ سلنه د احتياطي کودونو لپاره ځانګړې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دا مهال سل سلنه پراختيايي او ٥٦ سلنه عادي بوديجه له بهرنيو مرستو تمويليږي چې دا موضوع د اندېښنې وړ ده.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس وويل، چې د راتلونکي کال بوديجه فرمايشي جوړه شوې او د ولايتونو تر منځ په کې توازن په پام کې نه دى نيول شوى.ـ

هغه د کوم ولايت نوم نه اخلي، خو وايي چې د يادې بوديجې له مخې په ځينو ولايتونو کې پرته له اړتيا پراختيايي پروژې په پام کې نيول شوي، خو په ځينو ولايتونو کې سره له دې سخته اړتيا ورته شته،پراختيايي پروژو ته پاملرنه نه ده شوې.

دغه راز د مشرانو جرګې بل غړى مولوي محمدمنيب هم وايي، چې په دې بوديجه کې توازن په پام کې نه دى نيول شوى او د ځينو کسانو د غوښتنې له مخې جوړه شوې ده.

هغه وويل، چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې يو نيم ميليون پر نشه يي توکيو روږدې کسان شتون لري؛ په بوديجه کې د دې برخې لپاره هېڅ پيسې پام کې نه دي نيول شوې.

د ماليې وزير جرګې ته د بوديجې د معرفي کولو پر مهال ويلي وو، چې د افغانستان اړتياوې ډېرې دي خو دغه بوديجه امکاناتو ته پام سره د لومړيتوبونو له مخې جوړه شوې ده.

محمد منيب وايي، د بوديجې په طرحه کې داسې پروژې هم شاملې دي، چې په تېرو درېيو کلونو کې په بوديجه کې ورته پيسې ځانګړې شوې، خو پروژې نه دي پلې شوې.

د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار چې نننۍ غونډه يې تر مشرې لاندې جوړه شوې وه وويل، چې مشرانو جرګه بايد د قانون له مخې، د بوديجې طرحه په ١٥ ورځو کې وروستۍ کړي.

ده وويل، چې د مشورتي جرګې د يوې اونۍ رخصتۍ له امله دا کار ځنډېدلى،خو د جرګې غړي بايد د نن ورځې تر پايه د بوديجه په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه د مالي،اقتصاد او بوديجې کميسيون ته وسپاري تر څو جرکه يې له مخې د بوديجې په اړه اقدام وکړي.

د اساسي قانون د ٩٨مې مادې له مخې، د دولت بوديجه او د حکومت پرمختيايي پروګرام د مشرانو جرګې له لارې له مشورتي نظريې سره يوځاى ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.

 په دې ماده کې راغلي، د ولسي جرګې پرېکړه پرته له دې، چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر له توشيح وروسته عملي ګڼل کېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.