ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر نوى والي وټاکل شو

د لوګر نوى والي وټاکل شو

author avatar
2 Dec 2013 - 18:01
د لوګر نوى والي وټاکل شو
author avatar
2 Dec 2013 - 18:01

کابل(پژواک،١١ ليندۍ ٩٢): د چارو اداره وايي ، چې نياز محمد اميري د لوګر دوالي په توګه ټاکل شوى دى.

د دغې ادارې له خوا د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې اميري دولسمشر حامدکرزي د حکم پر بنسټ د لوګر دوالي په توګه ټاکل شوى دى.

سرچينه ليکي، چې نياز محمد اميري د ولسي جرګې په تېره دوره کې د غزني دخلکو استازى و.

دسرچينې په وينا، د لوګر نوى والي له کاري تجربي او لوړو زده کړو څخه برخمن دى.

ديادونې ده، چې د لوګر پخوانى والي ارسلا جمال د تېر لوى اختر په ورځ د لوګر د مرکز پل علم په جامع جومات کې  د چاودنې له امله ووژل شو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.