ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې رييس د امنيتي سند له لاسليک سره مخالفت وکړ

د مشرانو جرګې رييس د امنيتي سند له لاسليک سره مخالفت وکړ

author avatar
2 Dec 2013 - 16:40
د مشرانو جرګې رييس د امنيتي سند له لاسليک سره مخالفت وکړ
author avatar
2 Dec 2013 - 16:40

کابل (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): د مشرانو جرګې رييس د افغانستان او امريکا ترمنځ له امنيتي تړون سره خپل مخالفت اعلان کړ.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې نه يواځې د امنيتي تړون له لاسليک سره مخالف دى، بلکې له هغه کس سره هم مخالف  دى، چې له اسلامي هېواد سعودي عربستان څخه افغانستان ته له ټوپک سره راشي.

هغه زياته کړه: ((شخصا د دې سند د لاسليک پلوى نه يم، خو د مشرانو جرګې د نورو غړو په اړه څه نه شم ويلى.))

مسلميار د امريکا  او افغانستان له حکومتونو وغوښتل، چې خپلو ژمنو ته دې ژمن پاتې شي او دغه سند دې په ګونګ حالت کې نه پرېږدي.

خو ده په ډاګه کړه، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون له درلودو سره مخالف نه دى، بلکې غواړي، چې افغانستان له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې ولري.

مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو  لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا  اوو راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

امريکا ګواښنه کړې، که چېرې دغه سند په راتلونکو پنځو اونيو کې لاسليک نه شي، نو دوى به له افغانستان څخه ووځي.

د مشرانو جرګې رييس د نننۍ خبري غونډې پر مهال په هره برخه کې د افغان پوځي ځواکونو د پياوړتيا هيله څرګنده کړه او زياته يې کړه، هيله ده چې افغانان په راتلونکي کې وکولى شي، چې نظام په لاس کې واخلي، نه يواځې خپل هېواد ته امنيت راولي، بلکې له نورو هېوادونو سره هم مرسته وکړي.

ده  وويل، چې څه موده وړاندې د کونړ په سرحدي سيمو د پاکستان بريدونو ټول خلک انديښمن کړل، د دې اندېښنو د ورکولو لپاره بايد له امريکا سره واضح خبرې وشي، څو په راتلونکي کې هر څه روښانه شي او وروسته به بيا ملي شورا تصميم ونيسي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.