ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولايتي ادارې د ډنډ پټان د قومونو ترمنځ شخړه کې بې غوري کړې”

“ولايتي ادارې د ډنډ پټان د قومونو ترمنځ شخړه کې بې غوري کړې”

author avatar
2 Dec 2013 - 12:07
“ولايتي ادارې د ډنډ پټان د قومونو ترمنځ شخړه کې بې غوري کړې”
author avatar
2 Dec 2013 - 12:07

ګردېز (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): د پکتيا قومي مشران او د ولايتي شورا غړي پر ولايتي ادارې نيوکه کوي چې د دغه ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د دوو قومونو تر منځ د ستونزې په هواري کې بې غوري کړې ده.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۲۰۰ سوه جريبه ځمکې پر سر د منګلو او ځاځيو  قومونو تر منځ په جګړه کې درې کسان و وژل شول او درې نور ټپيان شول.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی او قومي مشر محمدلايق منګل وايي، دغه مسئله پخوا دومره نه وه لويه خو د ولايتي ادارې د نه پاملرنې له امله شخړه اوږده شوه او د مرګ ژوبلې تر پولې ورسېده.

نوموړی وايي، ولايتي ادارې هغه مهال اقدام وکړ، چې په سيمه کې حالت خراب شو او وروسته بيا قومي مشرانو ستونزه حل کړه.

له کابل څخه د لويې پکتيا د مشرانو په ډله کې د هلمند پخواني والي ګلاب منګل چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره پکتيا ته راغلی و، هم د قومي مشرانو خبرې تاييدوي او وايي، که حکومت وړاندې له جګړې هڅه کړې وای شخړه دومره نه لويېده.

نوموړی وايي، ولايتي ادارې لکه څومره چې لازمه وه، د ستونزې د حل لپاره هڅه نه ده کړې.

خو د پکتيا چارواکي بيا دا نه مني چې دوی په دې برخه کې بې پروايي کړې، چارواکي وايي، چې څو ځلې يې د ستونزې د حل لپاره پټان ولسوالۍ ته سفرونه کړي دي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون له رسنيو سره په خبرو کې د قومي مشرانو د نيوکې په ځواب کې دغه قومي مشران مغرض وبلل او زياته يې کړه، چې له دې وخت نه په ګټې اخيستنې غواړي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو له احساساتو ګټه واخلي.

کارپوهان وايي، د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي کړۍ هم غواړي په لوی لاس د قومونو تر منځ جګړې ته لمن ووهي او په دې سره غواړي د قومونو تر منځ دښمنۍ او تربګنۍ پيدا کړې او د افغانانو په بې اتفاقي کې خپلې ګټې ولټوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.