کلات (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): په زابل ولايت کې د ماين چاودنې له مله درې پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
ځايي چارواکي وايي، چې دا چاودنه نن (د ليندۍ ١٢مه) لهغرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د لودينانو په سيمه کې شوې ده.
د دغه ولايت مرستيال والي محمدجان رسواليار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د پوليسو د کتار پر يوه موټر شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون پنځه نور پوليس ټپيان دي.
د روغتون سرچينې وايي، دوى ته درې جسدونه او شپږ ټپيان ور وړل شوي او زياتوي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن