ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي : د امنيتي تړون د نه لاسلیک په اړه د ځينو چارواکو مخالفت د ولسمشر پر موقف اغېز نلري

author avatar
3 Dec 2013 - 17:40
author avatar
3 Dec 2013 - 17:40

کابل (پژواک ١٢ليندۍ ٩٢) : د حامدکرزي وياند وايي ، شايدامکان ولري ، چې ځينې دولتي چارواکي له امريکا سره د امنيتي تړون په برخه کې د ولسمشر د موقف مخالف وي ، خو په دغه موقف کوم اغېز نلري .

مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو  د عملياتو د بندېدو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

له امريکا سره د امنيتي تړون د ځنډ خبر بېلابېل غبرګونونه راوپارول ، يو شمېر کسانو له ولسمشر څخه ددغه تړون د لاسليک غوښتنه کوله او ځينو نورو د ولسمشر د دريځ ننګه وکړه .

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د ليندۍ په ١٢مه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل ، چې له امريکا سره د امنيتي تړون  لاسليک هم طرفداران او هم مخالفين لري ، چې شايد ځينې دولتي چارواکي هم د ولسمشر له نظر سره مخالف وي ، خو په دې اړه د ولسمشر او د افغانستان د خلکو موقف معلوم دى .

له دې مخکې امريکايي رسنيو خبر ورکړى و، چې د امنيتي سند په اړه د ولسمشر حامد کرزي کابينه هم ورسره اختلافات لري.

نيويارک ټايمز خبر ورکړى،چې يواځې له ولسمشر سره دده وياند او ده ته په نږدې حلقه کې څو نور کسان لکه د نوموړي د دفتر رييس عبدالکريم خُرم، ملاتړي دي.  

فيضي وويل ، چې ولسمشر له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون په اړه وروستى ملاقات د امريکا د ملي امنيت له سلاکارې سوزن رايس وکړ او هغې ته يې په عملي توګه د سولې د بهير پيل او د افغانانو پر کورونو د عملياتو بندولو په اړه دوه موارد وړاندې کړل  ، چې له خپلو چارواکو سره يې شريک  کړي .

ده وويل ، چې اوس دوى د امريکا غبرګون ته منتظر دي ، چې په دې برخه کې اقدام وکړي .

فيضي زياته کړه (( موږ نه وايو چې په يوه مياشت کې دې سوله راشي او په يوه مياشت کې سوله راتلى هم نشي ، خو موږ له امريکا څخه د سولې د عملی پروسې د پيل لپاره عملي اقدامات غواړو .))

ده وويل ، د امنيتي او دفاعي تړون په برخه  کې  ولسمشر اوس هم په خپل  هغه موقف، چې د سولې لپاره دې عملي اقدامات پيل شي او د افغانانو په کورونو دې نظامي عمليات بندشي  ولاړ دى.

د نوموړي په خبره ، چې دا دومره سخت شرايط نه دي ، چې د منلو او يا د عملي کولو نه وي .

فيضي د خبرو په جريان کې وويل : (( له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليک مهم دى او افغانستان يې هم غواړي ، په دې اړه د امريکا عملي اقدام ته سترګې په لاره يو .))

د يادونې ده ، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته راغلى او نن يې له پاکستانيو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي .

  همدارنګه فيضي د ناټو د مشر راسموسن د هغو څرګندونو په اړه ، چې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې  وکړې ، چې  که افغانستان له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي ، نو دوى به هم له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي ؟ وويل ، چې په دې اړه يې لا له مخکې د ناټو له چارواکو سره لومړنۍ خبرې کړې دي .

ده وويل ، چې کله له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک شي ، نو بيا به له هغه وروسته په افغانستان کې د ناټو د حضور په اړه د ناټو له چارواکو سره خبرې کوي او د خبرو په پايله کې به   پرېکړه کوي .

 دغه راز فيضي د ټاکنو د نېټې د ځنډېدو په اړه د وروستيو خپرو شويو راپورونو په هکله وويل ، چې ولسمشر حامدکرزي هيڅکله د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه د ټاکنو د ځنډ غوښتنه نه ده کړې .

ده زياته کړه ، چې په دې اړه د ټاکنو د کمېسيون د مشر خبرې په ناسمه بڼه رااخيستل شوي او ولسمشر له پيل څخه تراوسه په خپل ټاکلي وخت د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتونکى دى او په دې برخه کې هر ډول انګيرنې ناسمې دي .

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنې د راتلوونکي ١٣٩٣کال د وري مياشتې په ١٦مه تر سره شي .

د ولسمشرۍ يوولس کانديدانو  وروستي لېست  ته لار موندلې ، چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د رسېدو لپاره به په خپلو کې سره سيالي وکړي .

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.