بروکسل ( پژواک ۱۳ لیندۍ ۹۲ ) : د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد عثماني د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا سره امنیتي تړون به په یوه ښه وخت کې لاسلیک کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا دلیندۍ په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ضرار احمد عثماني دغه څرګندونې نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډۍ په وروستۍ ورځ وکړې.
په دې غونډه کې چې پرون پیل شوې وه، نن ورځ دافغانستان په اړه ځانګړې شوې وه، چې پکې د ناټو سازمان ترڅنګ دایساف غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران دافغانستان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو هم پکې ګډون کړی و.
عثماني د خپلو په پیل کې د غونډې ګډونوالو ته د لویې مشورتي جرګې د جوړیدو او دهغې د پریکړو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه : (( زه له تاسې سره په دغه عالي غونډه کې د افغان ولس د تاریخي مشورتي لویې جرګې نه دقیقاً څوارلس ورځې وروسته ګډون کووم، چیرته چې د نارینوو، ښځینوو، ځوانانو او زړو، حقوق پوهانو، ژورنالیستانو، پارلمان غړو، ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د استازیو په ګډون د اوولسو کټګوریو د ۲۵۰۰ استازیو او همداراز د اروپا په ګډون، د نړۍ په څلور ګوټونو کې د افغانانو د بیلا بیلو ټولنو غړي په کابل کې سره راټول شوي ول څو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د دوه اړخیز موافقه لیک په اړه خبرې اترې او مباحثه وکړي.))
د نوموړي په وینا، د څلورو ورځو د فعالو، ژورو او هر اړخیزو خبرو اترو، سلا مشورو او مباحثې وروسته، د لویې جرګې استازیو په غوڅ اکثریت سره د لویې جرګې په نهایي پریکړه لیک کې د امنیتی او دفاعي همکاریو د قرارداد مسوده تائید کړه او په همدې حال کې یې په هیواد کې د سولې او امنیت پر هیله ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په غوڅ اکثریت سره د امنیتی او دفاعي همکاریو د قرارداد په تائیدولو سره، افغانانو یوځل بیا د زړه له کومي د امریکا متحده ایالاتو سره د ریښتینۍ ملګرتیا او د دوامدارې امنیتي همکارۍ په اړه هیله څرګنده کړه، او د سولې او امنیت په برخو کې د افغانانو د قانوني هیلې په اړه په ټینګار سره دوی نړۍ ته یو واضحه پيغام ورساوه چې د امنیتی او دفاعي همکاریو د قرارداد باید په افغانستان کې د سولې د پیاوړتیا لپاره د اړینو تضمیناتو د ورکړې او په خپلو کورونو کې د افغان ولس د ساتنې، امنیت او پت لامل وي.
ضرار احمد عثماني یادې غونډې ته وويل چې، د قیقاً په دې تړاو او د لویې جرګې د څرګندو سپارښتنو پر بنسټ افغان حکومت د سولې او روغې جوړې د هڅو د مخته وړلو او د امنیتی او دفاعي همکاریو د قرارداد د متن او روحیې سره سم د افغانانو پر کورونو باندې د نظامي عملیاتو د پایته رسولو په اړه د امریکا متحده ایالاتو نه د تضمیناتو د اخیستلو هڅه کوي.
د هغه په وینا، افغانستان دغو ځانګړو ډاډمنتیاوو د ترلاسه کولو هڅه کوي ځکه دغه موافقه لیک او ستراتیژیکه همکاري په افغانستان کې د سولې او امنیت سره د مرستې پر بنسټ غوښتل کیږي او باید د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو، تر ټولو مهم نړیوال همکار، ترمنځ د یوه قوي، اوږد مهاله اتحاد اساس شي.
عثماني وویل : (( زه تاسو ته ډاډ در کوالی شم چې د امنیتي او دفاعي همکاریو قرارداد به زمونږ داوړو دولتونو ترمنځ په یو ښه وخت کې لاسلیک شي. ))
ناټو سازمان سره د اوږود مهاله اړیکو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له ناټو سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو لپاره د افغان دولت او خلکو ارادې ته په پام سره، ناټو ته د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د قرارداد د مدل پر اساس په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د دوی د حضور په تړاو د ځواکونو د حالت د موافقتنامې په اړه د رسمي مذاکراتو د پېل لپاره د افغانستان د دولت رسمي بلنه ورکول کیږي.
هغه زیاته کړه : (( مونږ چمتو یو چې دغه مذاکرات په هر وخت کې پېل او په بېړې سره ترسره یې کړو. اجازه راکړئ چې په ډاګه کړم چې مونږ له ناټو سره د همکاریو دوام ته د یو اړتیا په توګه وینو او چمتو یو چې دغه ملګرتیا د ۲۰۱۴ څخه د وروستې مودې لپاره رسمي کړو. د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د قرارداد او د ځواکونو د حالت د موافقتنامې پر اساس، مونږ کولای شو پر یو شمېر اصولو باندې موافقه وکړو چې هم د ناټو دوامداره رسمي حضور تضمینوي او هم د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمنکنۍ بشپړتیا، ملي یووالی او د افغانستان مالکیت پیاوړی کوي. ))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن