ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې چاودنو درې تنه ووژل

فارياب کې چاودنو درې تنه ووژل

ميمنه-پلخمري (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): په فارياب ولايت کې د دوو چاودنو له امله، د دوو ماشومانو په ګډون درى تنه وژل شوي دي.

د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار وايي، د دولت اباد ولسوالۍ په شوردريا سيمه کې د يوه ماين چاودنې له امله دوه تنه او يو بل کس د شيرين تګاب ولسوالۍ په کوه صياد سيمه کې وژل شوي دي.

د دولت اباد ولسوال سيد عبدالسلام نهضت پژواک خبري اژانس ته وويل، د شوردريا سيمې په چاودنه کې دوه ١٠ او ١٣ کلن ماشومان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه سيمه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده او طالبانو دغه ماين د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى کړى و.

د شيرين تګاب ولسوال سيدلقمان ګهريک وويل، د سيمې يو اوسېدونکى هم په يوه بله چاودنه کې، چې په کوه صياد کې يې د پوليسو امنيتي پوستې ته خوراکي توکي لېږدول، وژل شوى دى.

 نوموړي هم طالبان د يادې چاودنې مسوول وبلل، خو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د بغلان امنيتي چارواکو، د دوو اختطاف کوونکو په ګډون د اوو تنو د نيولو خبر ورکړى دى.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، له دې ډلې دوه کسان يې انسان تښتوونکي دي، چې دوه مياشتې وړاندې يې په ده صلاح ولسوالۍ کې د يوې ماشومې له تښتونې وروسته تښتېدلي وو.

هغه زياته کړه، چې پوليسو ياده ماشومه له دوو اونيو وروسته د هغوى له بنده ازاده کړه.

امرخېل وويل: درې نورو کسانو يې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سيمې خلکو درې اسونه غلا کړي وو او له دې پرته دوه تنه نور، له ٢٦ کيلوګرامه چرسو سره يو ځاى نيول شوي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.