غزني ښار (پژواک ۱۴ ليندۍ ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني د مقر پخوانى ولسوال او قومي مخور د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د مقر ولسوال صاحب خان د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عبدالمنان هيبتي په نوم د سيمې يو مخور تېره شپه اته بجې له خپل کوره د وسله والو له لوري بيول شوى و، خو مړى يې نن سهار د مقر اړوند په مرزاخېلو سيمه کې موندل شوى دى.
صاحب خان زياتوي، هيبتي اته کاله مخکې د دوو کلونو لپاره د مقر ولسوال پاتې شوى او دغه راز د جهاد په کلونو کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند سيمه ييز قوماندان و.
د مقر ولسوال زياتوي، هيبتي اوسمهال له دولت سره هېڅ اړيکه نه لرله، خو د سيمې په قومي چارو کې يې مخکښ رول لاره.
ولسوال زياته کړه، عبدالمنان هيبتي اصلاً د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکى و، خو له تېرو اتو کلونو په مقر کې اوسېده، د ده په خبره، چې د نوموړي د وژنې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د غزني په يوه بله ولسوالۍ ده يک کې هم يو قومي مشر ناپېژانده وسله والو وژلى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن