ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر کرزي او د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ خبرې بې پايلې پاى ته ورسېدې

د ولسمشر کرزي او د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ خبرې بې پايلې پاى ته ورسېدې

author avatar
5 Dec 2013 - 20:33
د ولسمشر کرزي او د امريکا د ځانګړي استازي ترمنځ خبرې بې پايلې پاى ته ورسېدې
author avatar
5 Dec 2013 - 20:33

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى کابل ته راغلى او وايي، له ولسمشر کرزي سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه کومې پايلې ته نه دى رسېدلى.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جېمز ډوبنز، دغه موضوع کابل ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې ده.

هغه وويل، په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره له کتنې وروسته کابل ته راغلى او له ولسمشر کرزي او نورو ځينو مشرانو سره يې کتلي او خبرې کړې دي.

ډوبنز زياته کړه، د سولې او ټاکنو لړۍ او د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون موضوع يې له افغان چارواکو سره په خپلو خبرو کي محوري مسايل وو.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر کرزى، امريکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټينګښت اصلي لاملين بولي؟ وويل، له تېر يونيم کال راپدېخوا د طالبانو او امريکا تر منځ اړيکې نه دي نيول شوي، خو امريکا د سولې عالي شورا سره د طالبانو له لوري خبرو اترو ته د حاضرېدو پر مهال، د سولې له لړۍ ملاتړ کوي.

د امريکا دغه چارواکي وويل: “طالبان تر دې مهاله د سولې له عالي شورا سره خبرو ته نه دي حاضر، موږ طالبان د سولې خبرو ته هڅوو، لومړى بايد دوى خپل چمتووالى وښيي، خو تر دې مهاله مو په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دى کړى او نه هم کولى شو، د دې ژمنه وکړو، چې کله به دغه کار ترسره شي.”

جېمز ډوبنز زياته کړه، په دې وروستيو کې د ولسمشر کرزي او د پاکستان د لومړي وزير نوازشريف تر منځ اړيکې تر ډېره بريده ډېرې ښې شوې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي وويل: “پاکستان د دې ادعا کوي، چې پر طالبانو کنټرول نه لري، خو تر يوه بريده پر هغوى نفوذ لري او زه بايد ووايم، چې کېداى شي دا سمه وي او پاکستان نه شي کولى هغوى دې ته مجبور کړي، هغه کار چې دوى يې نه غواړي، ترسره کړي.”

د امريکا ياد چارواکي په دې ټينګار وکړ، چې پر طالبانو د پاکستان نفوذ، په افغانستان کې د سولې له پروسې سره ډېره مرسته کولى شي.

هغه د راتلونکو ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په اړه هم وويل، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت برخې ته ډېر چمتووالى نيول شوى او د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې لړۍ هم د قناعت وړ ده.

ډوبينز زياته کړه، اوسنيو شرايطو ته په کتو سره، ښايي ټاکنې پر خپل ټاکل شوي مهال ترسره شي او د افغانانو ټولو هيلې پوره کړي.

د امريکا دغه لوړپوړي چارواکي وويل، دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د دواړو خواوو ترمنځ د امنيتي تړون په اړه پر خپلو پخوانيو موضوع ګانو ټينګار کاوه.

هغه وويل: “ما ورته وويل، دا ولې موږ ته مهمه ده، چې دغه سند دې په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي، نږدې څلوېښت ايتلافي غړي (د امريکا تر مشرۍ لاندې) دي، چې له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي او ان ځينې ډېر هېوادونه، له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته ژمن دي.”

ډوبنز زياته کړه، په دې ناسته کې يې په دې ټينګار کړى، چې امريکا د دغه سند لاسليکېدو ته له دوو تر درېيو اونيو پورې انتظار باسي، خو که دغه سند له ځنډ سره مخ شي، نو د افغانستان په اړه، د نړيوال ايتلاف د ګډوډېدو لامل کېږي او ان چې ځينې مرستې به تر سره نه شي.

ډوبنز وويل: “ما د ولسمشر کرزي خبرو ته غوږ ونيو او هغه هم زما څرګندونو ته، خو پايلې ته ونه رسېدو. دواړو خواوو پخوانۍ موضوع ګانې، چې د تېرو څو اونيو په ترڅ کې څرګندې شوي، تکرار کړې.”

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ولسمشر کرزي په ياده ناسته کې پر خپلو همېشنيو خبرو ټينګار کړى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د سولې بهير عملي پيل او د افغانانو په کليو او بانډو کې د امريکا د عملياتو درول هغه نه بدلېدونکي شرطونه دي، چې د افغانستان له لوري د دغه سند د لاسليک لپار وړاندې کړل شوي دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.