ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سيمه ييزو پوليسو سره د پکتيکا امنيت ښه شوى

له سيمه ييزو پوليسو سره د پکتيکا امنيت ښه شوى

author avatar
5 Dec 2013 - 11:36
له سيمه ييزو پوليسو سره د پکتيکا امنيت ښه شوى
author avatar
5 Dec 2013 - 11:36

ښرنه (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): د پکتيکا امنيتي چارواکي او خلک وايي، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو له ګومارلو سره به اويا سلنه امنيت ټينګ شي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې اوسمهال د پکتيکا د مرکز ښرنې په ګډون اتو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي دي.

ځدراڼ زياتوي، مرکز ښرنه، يحيى خېل، خيرکوټ، سر روضه، سروبي، جاني خېل، مټاخان، خوشامند او برمل هغه ولسوالۍ دي چې سيمه ييز پوليس په کې امنيتي دندې ترسره کوي او امنيت هم ښه شوى دى.

د ځدراڼ په خبره، د پاتې يو شمېر ولسواليو لپاره مو د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل غوښتنه کړې، خو تر اوسه منظوري نه ده راغلې.

د پکتيکا امنيه قوماندان د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د دغه ولايت د پاتې ولسواليو لپاره د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړي او هم د مرکز ښرنې، مټاخان، سر روضې او ځينو نورو سيمو کې يې شمېر زيات کړي.

امنيه قوماندان وايي: ((د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو سره امنيت ډېر ښه شوی، هغه سيمې چې نا امنه وې امنيت پوره ډاډمن شوی اوسمهال په دغه ولايت کې اويا سلنه امنيت ډاډمن دی.))

نوموړى زياتوى، چې اوسمهال په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو ټول شمېر ٢٠٠٠ تنو ته رسېږي،که په پاتې سيمو کې هم دغه پوليس وګومارل شي، په دغه ولايت کې به ډاډمنه امنيتي فضارامنځ ته شي.

په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيزالله کاروان پژواک ته وويل، سيمه ييز پوليسو د دغه ولايت د خلکو غوښتنه ده او موږ به يې غوښتنه پوره کوو.

نوموړی زياتوي، په دې وروستيو کې په پکتيکا کې يادو ځواکونو تر نورو ښه پاپله ورکړې او د سيمو امنيت ورسره ښه شوی دی.

کاروان هم غوښتنه لري، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر ډېر شي او د زېړوک، ګومل، ګيان په ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس پر دندو وګومارل شي نو امنيت به ورسره پياوړى شي.

د خيرکوټ اوسېدونکى عبدالحکيم هم د امني، چې د سيمه ييزو پوليسو له تشکيل سره يې د سيمې امنيت تر پخوا ښه شوى دى.

هغه زياتوي، پخوا لويې لارې نا امنه وې، په کليو کې به وسله وال ازاد ګرځېدل خو اوس د وسله والو فعاليت کمزورى شوي او ان له ځينو سيمو تښتېدلي دي.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.