ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: د تعصب کوونکو پر وړاندې دې په ټول قوت قانون پلى شي

ولسمشر کرزى: د تعصب کوونکو پر وړاندې دې په ټول قوت قانون پلى شي

author avatar
5 Dec 2013 - 15:47
ولسمشر کرزى: د تعصب کوونکو پر وړاندې دې په ټول قوت قانون پلى شي
author avatar
5 Dec 2013 - 15:47

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): ولسمشر حامد کرزي پر ځينو رسنيو او هغو کسانو چې قومي او ژبنيزو تعصبونو ته لمن وهي، نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دغه کار له بهر څخه د ملي يووالي د له منځه وړو لپاره ترسره کېږي او بايد پر وړاندې يې ودرېږو.

هغه وويل، په دې وروستيو ورځو کې د ځينو رسنيو په ځانګړي ډول تلويزيونونو له لارې قومي، ژبنيزو او مليتي تعصباتو ته لمن وهل کېږي او د افغانستان ملت ته په کې سپکاوى کېږي.

ولسمشر کرزي، چې نن د “د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره د سالنګونو پراختيا” تر عنوان لاندې په يو ورځني ملي کنفرانس کې خبرې کولې، له خبري رسنيو وغوښتل، چې سر له اوسه دا ډول تعصباتو ته لمن ونه وهي او د ملي يووالي د ټينګښت لپاره کار وکړي.

نوموړي د افغانستان د مطبوعاتو ازادي د نړۍ په کچه کمرنګه وبلله او ويې ويل، چې ورځپاڼو ليکوونکو، تبصره کوونکو او روښانفکرانو ته تر دې دمه بشپړه ازادي ورکړل شوې، تر څو هر څه په ازاد ډول ووايي.

ولسمشر کرزي زياته کړه: “زموږ ټلويزيونو په بشپړه ازادۍ خپرونې وکړې، پر حکومت يې نيوکې وکړې، پر ما يې ډېرې نيوکې وکړې، هر څه يې چې زړونو غوښتل ويې ويل، ولې موږ بيا هم ترې ملاتړ وکړ، چې کار وکړي او په بشپړه ازادۍ خپل کار پر مخ بوځي.”

هغه زياته کړه، رسنيو ته بشړه ازادي ورکړل شوې، هر څومره ډېر دې پر حکومت نيوکې وکړي، خو دوى له ډاره بهرنيانو ته څه نه شي ويلى او هغوى ستايي، خو پوه دې شي، چې په ملي يووالي کې يې ابادي ده او بايد تعصباتو ته لمن ونه وهي.

ولسمشر وويل: “هېره يې نه کړو، چې موږ ټول مهاجر او در په دره وو، خو کوم عزت چې نن لرو، د ملي يووالي له برکته دى. په ټلويزيونو کې کېني چا نکټايانې تړلې، چا هم لونګۍ پر سر کړې، چا پکول او چا هم دسمال، چې دا ټول د همدغه ملت په زور دي.”

حامد کرزي زياته کړه، په دې وروستيو ورځو کې په ځينو ټلويزيونو کې د افغانستان خلکو ته سپکاوى کېږي، هغه کسان چې د افغانستان ژبو او ملت ته سپکاوى کوي او تعصب ته لمن وهي، د افغانستان د ملت څرګندونې نه دي، بلکې دغه څرګندونې د هغه د خپلې بېوزلۍ او تعصب ښکارندويي کوي.

هغه وويل: “د هېواد د يوه بچي په توګه، د يوه مملکت او دولت په توګه او هغه دنده، چې د ملت د ساتلو لپاره يې ترسره کوو، زموږ مسووليت دى، تر څو د هغو کسانو پر وړاندې، چې له خپل تعصبه د نورو د غلامۍ لپاره له بهره، د افغانستان ملي يووالي ته زيان اړوي، نور يې بايد پر وړاندې ودرېږو.”

ولسمشر کرزي وويل، قانون بايد د هغوى پر وړاندې په بشپړ قوت پلى شي.

ولسمشر کرزي په خپلو څرګندونو کې، هغو کسانو ته چې د هېواد ژبو ته سپکاوى کوي، وويل: “په پاکستان کې يوه پښتون مشر خان عبدالصمد خان، چې افغانستان ته د خپل غږ پورته کولو لپاره شهيد شو، هغه به چې کله په هره ناسته کې کېناست، نو د پاکستان پښتنو ته به يې په ډاګه ويل، چې په پښتو کې فارسي ورګډه کړئ او زده يې کړئ.”

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په پاى کې يو ځل بيا له ټولو رسنيو په ځانګړي ډول له ټلويزيونونو وغوښتل، چې ملي يووالي ته کار وکړي او د هېواد ژبو ته وده ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.