ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امنيتي تړون ژر نه لاسليک ژمنې شوې مرستې له ګواښ سره مخ کوي”

“د امنيتي تړون ژر نه لاسليک ژمنې شوې مرستې له ګواښ سره مخ کوي”

author avatar
7 Dec 2013 - 15:00
“د امنيتي تړون ژر نه لاسليک ژمنې شوې مرستې له ګواښ سره مخ کوي”
author avatar
7 Dec 2013 - 15:00

کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢): د ناټو سازمان سرمنشي وايي، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې څرګند پيغام ورکړل شو، چې له امريکا سره امنيتي سند بايد په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي.

د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته له افغان خبريالانو سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وکړې.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د ليندۍ په ١٢مه پيل او په ١٤مه پاى ته ورسېده.

راسموسن وويل، چې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ښکاره او څرګند پيغام ورکړل شو، چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند بايد ژر تر ژره لاسليک شي.

د افغانستان لويې مشورتي جرګې تر څلور ورځنۍ غونډې وروسته له امريکا سره امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ.

خو ولسمشر حامد کرزي پر دغه سند د لاسليک لپاره امريکا ته درې شرطونه کېښودل.

د امنيت راوستل او د سولې د پروسې عملي پيلېدا، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل او د خلکو پر کورونو د عملياتو درول د ولسمشر کرزي شرطونه دي.

د ولسمشر حامد کرزي تر دغو شرطونو وروسته د کابل او واشنګټن اړيکې ترينګلې شوې او امريکا ګواښ وکړ، چې که تر ژر تر ژره دغه سند لاسليک نه شي، نو دوى به نه يواځې خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې د مرستو پر شوو ژمنو به له سره غور وکړي.

د ناټو سازمان سرمنشي راسموسن وايي، چې د دوى د نوي ماموريت په اړه دې څوک په ناسم پوهاوي کې نه واقع کېږي؛ ناټو د نوي ماموريت لپاره بشپړ پلان نيولى چې تر ٢٠١٤ کال وروسته يې روزنيز ځواک په افغانستان کې پاتې شي.

هغه زياته کړه: ((موږ تيار يو، چې له افغان ملي ځواکونو سره تر ٢٠١٤ خپلو همکاريو ته ادامه ورکړو او مالي مرستې وکړو.))

د راسموسن په وينا، دغه راز نړيواله ټولنه هم تياره ده چې د افغانستان پرمختګ او د بيارغونې په برخه کې خپلو مالي مرستو ته ادامه ورکړي.

خو د ناټو سرمنشي وويل، که چېرې امنيتي سند لاسليک نه شي، نو د افغان ملي ځواکونو د مالي ملاتړ او د افغانستان د پرمختګ لپاره شوې ژمنې له خطر سره مخ کېږي.

د هغه په وينا، د امنيتي سند پر وخت له نه لاسليک کېدو سره ناټو هم نه شي کولى چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د روزنې، همکارۍ او مشورې نوى ناموريت پيل کړي.

ده زياته کړه: ((زموږ د اېتلافي هېوادونو د ولسونو او حکومتونو ترمنځ ستونزې را ولاړېږي، دغه راز د نوي ماموريت لپاره اړينه ده چې د اړوند هېوادونو په پارلمانونو کې منظوري واخيستل شي، خو که دغه سند پر وخت لاسليک نه شي، دغه ټول کارونه له خنډ سره مخ کېږي.))

راسموسن وويل، چې د ناټو غړي هېوادونه چې په نوي ماموريت کې برخه اخيستل غواړي، په خپلو هېوادونو کې پروسيجرونه لري چې بايد پلان ورته جوړ کړي او که چېرې امنيتي سند وځنډول شي، نو دا ټول پلانونه خرابېږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ولاړ شي، نو دا هېواد به يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل شي؟ د ناټو سرمنشي وويل، چې که نړيوال ځواکونه ولاړ شي او که پاتې شي، د ناټو نوى ماموريت به جګړه ييز نه وي.

هغه زياته کړه: ((څو چې په ناټو پورې تړاو لري، نو د دوى ماموريت روزنه، مشوره او همکاري کول او د افغان ملي ځواکونو د وړتياوو لوړول دي.))

د ناټو سرمنشي دغه راز وويل، چې دغه سازمان د کابل او واشنګټن تر منځ له امنيتي تړون وروسته له افغانستان سره د (صوفه) په نوم تړون لاسليکوي، څو تر ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو ځواکونو د مېشتېدو لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه، که چېرې د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند لاسليک نه شي، نو د صوفه تړون هم نه شي لاسليک کېداى.

خو راسموسن هيله څرګنده کړه، چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي تړون به ژر لاسليک شي.

نوموړي د افغان ځواکونو په اړه وويل، چې هغوى اوس ډېر پياوړي شوي، امنيتي مسووليتونه يې پر غاړه اخيستي او ټول عمليات هم په خپله ترسره کوي.

هغه زياته کړه: ((زه په پوره ډاډ سره ويلى شم، چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې او امنيت د ساتلو توان لري.))

خو راسموسن دا هم وويل، چې افغان ځواکونو تر يوې مودې پورې د نړيوالې ټولنې همکارۍ او مرستو ته اړتيا لري.

د نوموړي په وينا، دغو ځواکونو ته په کتلو سره افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې نه شي بدلېدلى.

د پاکستان له خاورې د ترهګرو د راتګ او پر افغان او نړيوالو ځواکونو د بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سازمان سرمنشي وويل، دوى هم په دې اندېښمن دي او له پاکستان سره يې دا موضوع څو څو وارې شريکه کړې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.