ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستانيان را روان ژمى د لارو بندېدو ته اندېښمن دي

نورستانيان را روان ژمى د لارو بندېدو ته اندېښمن دي

author avatar
7 Dec 2013 - 12:05
نورستانيان را روان ژمى د لارو بندېدو ته اندېښمن دي
author avatar
7 Dec 2013 - 12:05

اسعداباد (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٢): د نورستان ولايت اوسېدونکي وېره لري، که چېرې د واورو پر مهال يې لارې خلاصې نه شي، نو د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره به مخ شي.

نورستان چې ډېرى سيمې يې غرنيزې دي، له پاکستان او کونړ ولايت سره ګډه پوله لري او د ژمي پر مهال يې پر کونړ تېره شوې لويه لاره بنده وي، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ کېږي.

د کونړ له چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان تر واما پورې لويه لاره له تېرو څلورو کلونو راهيسې د دولتي مامورينو او ځواکونو پر وړاندې تړل شوې وه، خو څو مياشتې مخکې تر عمليات وروسته خلاصه شوه، خو اوس هم خلک د دې لارې په اوږدو کې له شته ستونزو شکايت کوي.

دا چې ژمى را ورسېد، د دغه ولايت اوسېدونکي وېره لري، که چېرې دولت د واورو پر مهال او له هغې مخکې د لارو د پرانيستلو لپاره سم اقدامات ونه کړي، نو دوى به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

د دغه ولايت د کامدېش ولسوالۍ يوه اوسېدونکي امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسوالي يې د کونړ له ناړۍ ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، په اوړي کې دا لاره طالبانو بنده کړې وي او په ژمي کې واورو.

هغه زياتوي، چې وسله وال طالبان عام خلک ځوروي، وهي، ډبوي يې او د خوراکي توکو د لېږد اجازه هم نه ورکوي.

د نوموړي په وينا، ژمى په لاره کې طالبان نه وي، خو واورې لارې بندوي او خلک نه شي کولاى تګ راتګ وکړي او خوراکي توکي ولېږدوي.

امان الله وايي، چې دولت هر کال د نورستان د لارو پاکولو لپاره ډېرې پيسې ځانګړې کړې، خو هغه بيا د ځينو کسانو جېبونو ته ورځي.

د نورستان ولايت يو بل اوسېدونکى زلمى هم وايي، چې د دوى لاره په اوړي او ژمي کې بنده وي او خلک تګ راتګ نه شي پرې کولاى.

ده زياته کړه: ((زموږ په سيمه کې هېڅ دولت نشته او نه تر اوسه دلته د ولس لپاره چا کوم کار کړى دى.))

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې چا يوه بېلچه واوره هم له لارو نه ده لرې کړې، حکومت چې کومې ادعاوې کړې، ټولې دروغ دي.

زلمى وايي، چې د سيمې خلک خپله غوا حلاله کړي، حشر وکړي او بيا لارې په خپله پاکوي.

هغه له دولت څخه وغوښتل، چې د ځايي چارواکو پر ځاى په خپله له دغه ولس سره اړيکه ونيسي او پيسې دې ولس ته ورکړي چې خپله لاره پاکه کړي.

د برګمټال ولسوالۍ د شيدګل کلي اوسېدونکی محمدرفيق وايي، چې له ولسواليو او ولسواليو څخه تر مرکز پورې ټولې لارې د ژمي پر مهال بندې وي.

هغه زياتوي، چې د نورستان چاروکي يواځې د خپل ځان او خپلو اولادونو غم خوري، د ولس په غم کې نه دي.

د مرکزي نورستان د وانت وايګل ولسوالۍ د نيشو کلي يو اوسېدونکی عبدالولي بيا وايي، چې چارواکي د پوليسو د معاشونو تر څنګ د لارو پاکولو لپاره ځانګړې شوې پيسې هم پټوي.

هغه زياتوي، هر کال په ژمي کې دوى له زياتو ستونزو سره مخ وي، له راډيوګانو اوري چې مرکزي حکومت د لارو پاکولو او نورو پروژو لپاره پيسې ورکړې، خو دوى عملي کار په سترګو نه دى ليدلى.

د نورستان مرستيال والي سيدمحمد مېرزا زاده هم د نورستان د خلکو ستونزې او شکايتونه پر ځاى بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د فوايد عامې وزارت د واورو پاکولو په خاطر بوديجه ورکړې او له شرکتونو سره د لارو پاکولو لپاره قراردادونه هم شوي دي.

ده زياته کړه، د شرکتونو مسوولين مکلف دي، چې د ژمي پر مهال بندې لارې خلاصې کړي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په دغه ژمي کې به لارې په پر له پسې توګه پاکوي او بندېدو ته به يې نه پرېږدي.

هغه د خلکو د شکايتونو په اړه وويل، چې پخوا يې په دغه ولايت کې دنده نه لرله، ځکه څه نه شي ويلى، خو اوس به په دې برخه کې جدي اقدامات کوي.

مرستيال والي له خلکو وغوښتل، چې د لارو بندېدو پر مهال دې دوى ته ژر تر ژره راپور ورکړي، څو دوى پر وخت اقدامات وکړي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.