ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هیګل : بسم الله محمدي د امنیتي سند د لاسلیک ډاډ راکړ

هیګل : بسم الله محمدي د امنیتي سند د لاسلیک ډاډ راکړ

author avatar
7 Dec 2013 - 20:59
هیګل : بسم الله محمدي د امنیتي سند د لاسلیک ډاډ راکړ
author avatar
7 Dec 2013 - 20:59

کابل ( پژواک ۱۶ لیندۍ ۹۲) : دامریکا ددفاع وزیر چک هیګل وایي چې دافغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي ورته ډاډ ورکړی، چې امنیتي سند به په یوه مناسب وخت کې لاسلیک شي.

د امریکا ددفاع وزیر چک هیګل نن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسیدو، دامریکا ددفاع وزارت ویلي چې ولسمشر حامد کرزي سره لیدل د هغه په پلان کې نشته، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي او د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي سره یې لیدل پلان شوي دي.

حکومت ته یوې نږدې سرچینې د لیندۍ په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ چک هیګل ډوډۍ ته بللی و، خو هیګل له تګ څخه انکار کړی دی.

سرچینې زیاته کړه چې  دافغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزي له دې امله له چک هیګل سره له لیدنې انکار کړی، چې داوودزي غوښتل دا لیدنه به دافغانستان په کومه دولتي ودانۍ یا ارګان کې ترسره شي.

د امریکا ددفاع وزارت په ویب پاڼه کې هغه انځور خپور شوی چې پکې دامریکا ددفاع وزیر چک هیګل د بسم الله خان محمدي په مشرۍ له افغان پلاوي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې دافغانستان ددفاع وزیر ترڅنګ لوی درستییز جنرال شیر محمد کریمي او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال جنرال ایوب سالنګی هم شامل و.

 امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې تر دې لیدنې وروسته چک هیګل خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي ورته ډاډ ورکړی، چې امنیتي به د ۲۰۱۳ کال ترپایه مخکې په یوه مناسب وخت کې لاسلیک شي.

بلخوا دولسمشرۍ ویاندایمل فیضی رایټرز اژانس ته ویلي، چې امریکا ترې غوښتي وو، چې د یکشنبې په ورځ چک هیګل او ولسمشر کرزي ترمنځ لیدنه وشي.

خو هغه زیاتوي چې ولسمشر په دې ورځ په رسمي سفر ایران ته ځي، ځکه  دا لیدنه ممکنه نه ده، بیا د شنبې په ماخوستن دلیدنې پلان جوړ شو، خودا هم عملي نه شو.

مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو  لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

 د ولسمشر کرزي تر دې شرطونو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او امریکا ګواښنه کړې چې که دا سند په وخت لاسلیک نه شي، نو افغانستان سره د شویو مالي مرستو د بندولو ترڅنګ به  خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.