ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلطان زوى: له شتمنو سره به حساب کوم

سلطان زوى: له شتمنو سره به حساب کوم

کابل (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد داود سلطان زوى وايي، که بريالى شي نو پر ټولو د قانون يو ډول پلى کول او له شتمنو کسانو د هغوى د شتمنيو حساب غوښتل به يې د حکومت لومړى کار وي.

دى وايي، د خلکو د باور او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره به يې حکومت، له پاسه اصلاحات پيلوي.

د سلطان زوى په باور، اداري فساد د افغانستان د ستونزو په سر کې ځاى لري چې د ښې حکومتولى، اقتصادي پراختيا، د قانون حاکميت او ديموکراسۍ د بنسټيز کېدو ټولې چارې يې ټکنۍ کړې دي.

سلطان زوى له پژواک سره په ځانګړې مرکه د افغانستان لپاره پر خپلو راتلونکو پلانونو معلومات وړاندې کړل، د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې پر پروسې او له امريکا سره د امنيتي تړون په ګډون د هېواد پر روانو چارو خپل نظر څرګند کړ.

 د ولسمشرۍ دغه کانديد د ولسمشر حامد کرزي پر حکومت د سختو نيوکو تر څنګ يادونه وکړه ، چې افغانستان په تېرو ١٣ کلونو کې ښه فرصتونه له لاسه ورکړل.

هغه وويل، چې اداري فساد اوج ته رسېدلى، دولت د خلکو پر غوښتنو او اړتياوو سترګې پټې کړي، دولتي لوړ پوړو چارواکو يواځې ځان ته د شتمنيو پر ټولولو وخت تېر کړى دى.

د ده په باور، د قانون نه حاکميت، اداري فساد او نا امني، هغه لويې ستونزې دي ، چې يو له بل سره تړلې او همدا د دې لامل شوي، چې د افغانستان خلک د ولسواکۍ، دولت جوړونې او ملت جوړونې له بهير څخه لرې پاتې شي.

دى وايي، چې د خلکو او حکومت تر منځ د واټن ډېروالى خپل وروستي حد ته رسېدلى او د دې لامل شوى چې دغه حکومت نور د خلکو ملاتړ او باور له لاسه ورکړي.

هغه وويل، چې په افغانستان کې روانو بې عدالتيو، د خلکو ستونزو او په هېواد کې ورځ تر بلې د امنيت خرابوالي اړ کړ چې ځان ولسمشرۍ ته ونوموي.

سلطان زوى په دې مرکه کې د افغانستان د بېلابېلو چارو، په ځانګړې توګه حکومتولۍ، امنيت، اقتصاد، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، بهرني سياست په اړه خپل نظر او راتلونکي پلانونه تشريح کړل.

نوموړي وويل، که بريالى شي نو د قانون تطبيق به له ځانه پيلوي او پر ټولو به يې يو ډول پلى کوي او همداراز به له شتمنو کسانو د هغوى د شتمنۍ حساب غواړي، چې څنګه يې ترلاسه کړې دي.

ده زياته کړه: “د دې لپاره چې خلک فکر وکړي حساب ورکوونکى دولت شته، لومړى کار به مې دا وي چې د دولت د مشرانو ترلاسه کړې شتمنۍ به معلوموو چې له کومه يې کړې دي. حساب راکړئ، له پورته څخه د ښکته پر لور سمه حساب ورکونه، د خصوصي او دولتي سکتور ناسالم تړاوونه، د قضا او څارنوالۍ، د څارنوالۍ او حکومت او د حکومت او پارلمان تر منځ سازشونه، دا به په سالمو دولتي تړاوونو بدلوو چې بېلابېل دولتي ارګانونه په خپلواکه توګه کار وکړي.”

ده وويل، چې په حکومت کې به يې مجازات او مکافات موجود وي، د ښې حکومتولۍ لپاره به لومړى پر ځان او لوړ پوړو دولتي چارواکو قانون پلى کوي او په عمل کې به د قواوو تفکيک رامنځته کوي او د بېځايه لاسوهنو مخه به نيسي.

نا امني

سلطان زوى وايي، چې د نا امنۍ علتونه ډېر دي ، خو د افغانستان په دولتي جوړښت کې هم دا علتونه شته، چې يو يې هم د خاصو کړيو له خوا د سياسي قدرت انحصار دى ، چې د ده په باور په ٢٠٠١ لومړي کال کې له بُن کنفرانس څخه پيل شو.

ده زياته کړه: “يو بل علت چې د افغانستان دننه د دې نا امنيو سبب ګرځېدلى د قدرت په تقسيم کې د عدالت نه شتون دى، زموږ دولت به دا سيستم بدل کړي، دغه ډلې ټپلې چې له بُن څخه تر اوسه د قدرت د انحصار په راس کې پاتې دي، د دوى انحصاري سهامي شرکت هم د دغو نا امنيو او مسلح عکس العملونو يو سبب دى.”

هغه وويل، چې د افغانستان خلک د ځينو کړيو له خوا د قدرت له انحصار څخه ستړي شوي او له همدې امله خلک د دولت د مخالفينو د حرکتونو پر وړاندې لږ تر لږه بې تفاوته پاتې دي.

سلطان زوى همداراز وويل: “زه فکر کوم چې موږ به د امنيت لپاره ښې نسخې ولرو چې په راس کې يې د دولتي چارواکو مسووليت پذيري، د قانون پلې کول، د عدالت راوستل او اقتصادي کمزورتيا ته رسېدنه وي ، چې د بېوزلۍ لامل شوى، له دې سره به له مخالفينو سره هم په عين وخت کې خبرې کوو.”

د ده په باور، ډېرې ان “بې ځايه” پيسې پر امنيتي ارګانونو لګول کېږي، که دولت د خلکو ملاتړ او باور ترلاسه کړي، نو کولى شي چې دا لګښتونه کم کړي او سپما شوې پيسې پر پراختيايي ملي پروژو ولګوي.

ښه حکومتولي

سلطان زوى وايي، که بريالى شي نو کاري ډله به يې له اوسني حکومت څخه څرګند توپير ولريPajhwok Afghan News Interview With Dawood Sultanzoy “موږ نه شو کولى د افغانستان خلک، له فساد او بې پروګرامۍ، کمزورې مشرۍ او مديريته نجات ورکړو، د همدې افرادو په وسيله چې د دې موضوعاتو سبب شوي دي.”

ده زياته کړه، د دې لپاره چې ولسمشر په خپلو کارونو کې بريالى وي، بايد داسې کاري ډله ولري ، چې له هغه سره ملي موخو ته په رسېدو کې همغږې وي، نه د اوسني حکومت په څېر چې “حکومتي چارواکي، د اپوزېسيون غړي هم دي.”

سلطان زوى په داسې حال کې چې د حکومت د برياليتوب لپاره د خلکو باور او ملاتړ اړين بولي وايي: “کله چې خلک داسې احساس نه کړي، چې دولت يې خپل دى، ځان او خپلې ګټې په کې ونه ويني، ملاتړ يې نه کوي.”

دى وايي، چې په اوسني حکومت کې ټولې دولتي ادارې پرا شخاصو “وېشل شوې دي”، خو دى به دا رسم له منځه وړي.

سلطان زوى زياتوي، چې د هېواد اړتياوو او ستونزو ته په کتو کاري لومړيتوبونه يو له بل سره تړلي دي.

 ده وويل، يو دولت بايد د دې توان ولري، په عين حال کې چې خلکو ته امنيت برابروي، ښه حکومتداري هم رامنځته کړي او متوازن پرمختګ او بيارغونې ته زمينه هم برابره کړي.

طالبانو سره سوله

سلطان زوى په افغانستان د سولې د تامين په اړه وويل، چې په افغانستان کې د جګړې له لارې سوله نه شي راتلاى.

ده د دولت له وسله والو مخالفينو په ځانګړې توګه له طالبانو سره د سولې په اړه وويل ، چې د جګړې له لارې نه دولت او نه هم طالبان بريالي کېداى شي.

دى وايي، چې د سولې د خبرو لپاره هر چېرې چې اړتيا وي ورځي او طالبانو ته به دا وايي چې جګړه د حل لاره نه ده.

سلطان زوى د طالبانو د دريځ په اړه چې که له افغان دولت سره پر خبرو نه کولو ټينګا ر وکړي، نو دى به کومه لاره غوره کوي، وويل: “افغانستان يواځې د طالبانو نه دى، طالبان هم د افغانستان وګړي دي، مګر دلته يو لوى ملت او يو لوى ولس پروت دى، دا لوى ولس د افغانستان په هر ګوټ کې خپل حقوق ولري، خپلې غوښتنې لري، يواځې نه شو کولى چې ووايو فاشيستي، ديکتاتوري تفکراتو پر اساس د دين په نوم دغسې کوو موږ، داسې کېداى نه شي.”

سلطان زوى وايي، طالبان به وهڅوي چې د افغانانو د وژل کېدو د مخنيوي لپاره په سياسي بهير کې ورګډ شي او له دې لارې خپله مبارزه وکړي.

خو دى زياتوي، چې له دولت سره خبرو ته د طالبانو د نه چمتو کېدو لامل په دولت کې فساد دى.

د ده په باور، که حکومت عدالت تامين کړي، قانون پلى کړي او اقتصاد ته پاملرنه وکړي، نو پر مخالفينو به بريالى وي.

د ده په باور: “د طالبانو د جګړې لوى علت اوسنى دولت دى او همدا دولت د دې لامل شوى، چې خلک هم له طالبانو سره همغږي پيدا کړي.”

دى وايي که په دولت کې بدلون راشي او سم خلک پر څوکيو وګومارل شي، نو بيا به طالبان د ولس ملاتړ ونه لري: “که سم دولت دلته پر پښو ودرېږي او د افغانستان د خلکو همغږي ترلاسه کړي، نو بيا طالبان پر چا باندې غواړي چې حکومت وکړي، نوى دولت چې موږ غواړو دا به د خلکو دولت وي او د خلکو لپاره به وي، دلته به هېڅ يوه فاصله د خلکو او دولت ترمنځ نه وي.”

سلطان زوى همداراز وايي، چې په افغانستان کې جګړه افغاني جګړه نه ده او د سولې ټينګښت لپاره هم کورنۍ هڅې کافي نه دي، خو زياتوي چې د سولې د راوستو اصلي لوبغاړي بايد افغان دولت او افغانان وي.

ده وويل، چې د افغانستان د جګړې علتونه په بهر کې دي، پاکستان ايران، هند او افغانستان خپله نيابتي جګړه په افغانستان کې کوي، خو زياتوي چې د ده دولت به نړيوالو ته وښيي، چې د بې ثباته افغانستان په پرتله به باثباته افغانستان د سيمې په ګټه وي، کوم څه چې د ده په باور اوسني حکومت ونه کړل.

دى به افغانستان وښيي، چې دغه هېواد خپل موقعيت ته په کتو د دې پر ځاى چې د جګړې مرکز وي، کولى شي د همکاريو او اقتصادي اړيکو د پول په توګه کار وکړي.

ده زياته کړه: “د هغو علتونو په پرتله چې د سيمې هېوادونه کمزوري افغانستان ته لېواله کړي، د افغانستان دولت بايد دا توان ولري، تر څو هغه علتونه برجسته کړي چې سيمه يې له مخې د سولې پر مخ حرکت وکړي.”

له امريکا سره امنيتي تړون

سلطان زوى وايي، امنيتي تړون د افغانستان ضرورت او د نړيوالې ټولنې مسووليت دى. د ده په خبره افغانستان پخوا د سړې جګړې ډګر و او اوس د ترهګرۍ په نوم د جګړې ډګر ګرځېدلى، چې دواړه نړيوالې ستونزې دي.

ده زياته کړه: “د کومو مشکلاتو لپاره چې افغانستان په دې حالت کې دى، هغه بين المللي مشکلات دي، د بين المللي ټولنې مسووليت او وظيفه ده چې له افغانستان سره دغسې تړونونه ولري، تر څو دغه هېواد پر پښو ودرېږي.”

سلطان زوى وايي، افغانستان د نړيوالو ستونزو لپاره ويجاړ شوى او نړيواله ټولنه بايد تر هغه دلته پاتې شي، چې د افغانستان امنيت تامين شي، وسله وال ځواکونه يې وروزل شي، اقتصاد يې پر خپلو پښو ودرېږي او افغان ولس تلپاتى نورمال حرکت پيل کړي.

ده په دې اړه چې طالبان وايي، څو چې بهرنيان وي، دوى به جګړه کوي، نو د نړيوالو ځواکونو له پاتې کېدو سره به دا جګړه اوږده نه شي؟ وويل، که طالبان غواړي چې بهرنيان له افغانستان څخه ووځي، نو بايد جګړه پرېږدي، تر څو افغانستان امن شي او د نړۍ نورو هېوادونو ته خطر نه وي، بيا به د بهرنيانو د پاتې کېدو اړتيا نه وي.

 

د امنيتي ځواکونو تجهيز او روزنه

 سلطان زوى وايي، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تجهيز لپاره بايد د افغانستان حکومت تشخيص کړي، چې سياسي دوکتورين يې څه دي او په سيمه کې څه ډول افغانستان غواړو او اقتصادي، سياسي او امنيتي اړتياوې لرو.

دى وايي، چې د افغانستان ملي امنيت به هر اړخيزې ستراتيژۍ ته اړتيا لري، چې اوسني دولت دغه ستراتيژي نه ده جوړه کړې، که وي هم څوک پرې نه پوهېږي.

ده زياته کړه: “د افغانستان د امنيتي موضوعاتو يوه برخه پټه ده، موږ يې له هغو برخو هېڅ خبر نه لرو، زه فکر کوم چې دا برخې به موږ ته واقعي تصوير راکړي او د هغې پر بنسټ به موږ وګورو چې کومې برخې يې منطقي دي او کومې نه دي، خو زه فکر کوم چې که موږ خپله ټوله انرژي پر يوې لويې اردو او امنيتي ځواکونو ولګوو پرته له دې چې ترې ګټه واخلو، نو موږ به له ځوان نسل څخه ډېر امکانات اخيستې وي، دا به ګناه وي.”

د ده په باور، د افغانستان اردو بايد په داسې حد کې وي، چې له ځان څخه د دفاع توان ولري، نه دا چې د سيمې له هېوادونو سره د سيالۍ په موخه پرې ټولې اقتصادي سرچينې متمرکزې وي.

سلطان زوى وايي، دا چې افغانستان په حساس او له کړکېچ څخه په ډکې سيمې کې موقعيت لري او شاوخوا يې د زروي وسلو لرونکي هېوادونه پراته دي، چې سيالي ورسره ګرانه ده.

نوموړى زياتوي، د دې پر ځاى چې افغانستان په امنيتي برخه کې ډېر لګښت وکړي بايد د ده په خبره د سکې بله خوا ولټوي او د پرمختګ او اقتصادي همکاريو لاره ونيسي.

هغه وويل، چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو اړتياوې او کمبودۍ بايد پوره شي او د امنيتي ارګانونو د هرې برخې مسووليتونه جلا وي، تر څو يو د بل په چارو کې لاس ونه وهي.

سلطان زوى زياته کړه: “زه باور لرم چې که په هوايي، زرهي، رادار او مخابرې په برخه کې له نويو ټکنالوژيو کار واخلو، کولى شو يوه ښه، محدوده او موثره اردو ولرو.”

اداري فساد

سلطان زوى وايي، چې د اداري فساد د له منځه وړو لپاره د قانون حاکميت تر ټولو مهمه ونډه لري: “د قانون حاکميت په واقعي ډول نه په شعار کې، د قانون حاکميت په دې معنا چې قانون له پورته څخه ښکته لور ته حاکم وي، نه برعکس، چې هر څومره پورته لاړ شي د قانون حاکميت محوه شي.”

د ده په باور، ښه مديريت او نوي قوانين جوړول د اداري فساد مخه نيولى شي.

سلطان زوى همداراز وايي، چې د اداري فساد د له منځه وړو لپاره اړتيا ده ، چې د افغانستان محاکم او څارنوالي له فساد څخه پاکه شي.

ده زياته کړه: “که قانون پلي کوونکي، د عدالت رامنځته کوونکي او د تحقيق مراجع په خپله په فساد کې غرق وي، نو تاسو څنګه کولى شئ فساد ورک کړئ! نو د فساد د له منځه وړو لپاره موږ په قضائيه، اجرائيه او مقننه قواوو کې بايد قانون پر ټولو پلى کړو.”

سلطان زوى وايي، چې خلک او خصوصي سکتور هم د فساد په له منځه وړو کې رول لري، خلک بايد د خپل کار په بدل کې رشوت ورنه کړي. “که ټولنه د فساد په محوه کولو کې ونډه وانه خلي، د فساد يوه برخه پاتې کېږي.”

دى همداراز وايي، چې د خصوصي سکتور له خوا د احتکار، ګران خرڅونې، د خراب جنسيت لرونکو توکو او د توليداتو لپاره د بې کيفيته خامو توکو واردول به چې د فساد يوه برخه ده، له منځه يوسي.

 هغه زياته کړه، که دولت قانونمند مخ ته ولاړ شي، نو خصوصي سکتور هم د دغو کارونو جرئت نه شي کولى.

اقتصادي پراختيا او کارموندنه

سلطان زوى وايي، اقتصاد د ده د پروګرامونو په سر کې ځاى لري ، چې امنيت پرې نېغ اغېز لري.

دى وايي، چې اوسمهال پر امنيتي برخې ډېر زيات لګښت کېږي، دى وايي که د خلکو ملاتړ ترلاسه شي، نو دا لګښتونه صرفه جويي کېږي، چې د کاري اسانتياوو د رامنځته کولو او پراختيايي پروګرامونو د عملي کولو په برخو کې به ولګېږي.

سلطان زوى د افغانستان اقتصادي پراختيا په درېيو برخو (ژر، لنډمهاله او اوږدمهاله) ووېشله.

ده وويل، چې د لنډمهال پرمختګ لپاره به پر کرنيز سيستم تمرکز وکړي، بزګر به وهڅول شي او هغوى ته به امتياز ورکړل شي، تر څو د کرنيزو حاصلاتو اندازه ډېره شي.

 دی وايي، د دې لپاره چې د حاصلاتو اندازه ډېره شي، د کرنيز سيستم د ميکانيزه کولو او همداراز د اوبو د کوچنيو بندونو جوړولو ته به پام کوي، څو چې د څو کلونو په اوږدو کې لوى بندونو جوړېږي.

 سلطان زوى وويل، چې د افغانستان له روانو اوبو به د ځمکو د خړوبولو او د انرژۍ د توليد لپاره ګټې اخيستو ته زمينه برابره کړي.

دى وايي، چې وزګارو ځوانانو ته به دننه په افغانستان کې د کار زمينه برابروي، د بېلګې په ډول د هوټل دارۍ په برخه کې به هغوى ته زده کړې ورکوي، تر څو بهرنيو هېوادونو ته ولاړ نه شي.

سلطان زوى يادونه وکړه، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې به زرګونه ځوانان روزي او د فليپين او هند د ځوانانو په څېر به هغوى وشي کولى غرب او امريکا ته د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.

هغه وويل، چې د افغانستان په اقتصاد کې کانونه هم مهم رول لري. دى وايي چې اوسمهال هغه کانونه تالا کېږي ،چې ژر ګټه اخيستو ته چمتو کېږي، لکه قيمتي ډبرې.

دى وايي، چې د برياليتوب په صورت کې به د کانونو د تالا کېدو، قاچاق او د ناسالم او غيرمسلکي استخراج مخه نيسي.

سلطان زوى زياتوي، چې د زرګرۍ او قيمتي ډبرو صنعت ته به وده ورکوي او د دې برخې د عصري کېدو لپاره به نوې ټکنالوژي واردوي، چې دا کولى شي له يوې خوا د هېواد اقتصاد پياوړى کړي او له بلې خوا خلکو ته کار پيدا کړي.

نوموړى وايي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج په تړونونو کې به روڼوالى رامنځته کوي او هڅه به کوي چې د کانونو په استخراج کې دولتي او خصوصي سکتور ونډه ولري.

ده وويل، تر ډېره به هڅه کوي چې د خامو معدني توکو پر ځاى، پاخه توکي بهر ته صادر کړي.

تعليم او تحصيل

Pajhwok Afghan News Etisalatسلطان زوى وايي، چې ځوانان د يوه هېواد مهمه پانګه او دا هله خپل ارزښت مومي چې پر ښه تعليم او تحصيل سمبال وي. دى وايي چې زده کوونکو او محصلينو د کميت په پرتله به د تحصيل د کيفيت لوړولو ته ډېر پام کوي او د ځوانانو استعداد او علاقې ته په پام سره به هغوى ته د زده کړو زمينه برابروي.

هغه وويل، چې له تېرو کلونو راهيسې په ميليونونو ځوانان ښوونځيو ته ځي، د درسونو کيفيت ټيټ دى.

ده زياته کړه: “يواځې د پوهنتونونو ډېروالى زما په نظر د حل لاره نه ده، که افغانستان فکر وکړي چې لوړې زده کړې مو د پوهنتونونو په ډېروالي سره بهتره کېږي، دا به لويه اشتباه وي. تدريسي معيار بايد پورته يوړل شي او د دوولسم ټولګيو د فارغانو د جذبولو لپاره نوې لارې رامنځته شي، مسلکي ښوونځي جوړ کړو.”

د ده په خبره، افغانستان د طب، حقوق او اقتصاد او نورو برخو تر څنګ د کرنې، تخنيک او برېښنايي خدمتونو، معلوماتي تکنالوژۍ او د موټر تخنيک په برخه کې د مسلکي کسانو روزلو ته اړتيا لري.

سلطان زوى وايي، چې دغه کار له يوې خوا ځوانانو ته د کار زمينه برابروي او له بلې خوا د هېواد اړتياوې پوره کوي.

هغه همداراز بهر ته د زده کړو په موخه په دولتي پيسو د افغان محصلينو د استولو په اړه وايي، چې تر ليسانس به بهتر وي چې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره افغان ځوانان بهر ته واستول شي.

سلطان زوى وايي، چې پر سپما شوو پيسو بايد له بهره استادان راوستل شي، تر څو زموږ خپل خلک وروزي: “که يو ښه استاد ولرو پنځوس محصلينو ته په کور دننه درس ورکوي.”

مالي سرچينې

سلطان زوى وايي، چې د دغو پروګرامو د عملي کولو لپاره په افغانستان کې مالي سرچينې شته، خو د ناسم مديريت له امله شخصي جېبونو ته ځي.

نوموړى وايي، چې د افغانستان د ګمرکونو د عوايدو ډېره محدوده برخه د دولت خزانې ته ځي او پاتې نور د مافيا لاس ته لوېږي.

دى همداراز زياتوي، چې ډېر افغان سوداګر له ماليې تېښته کوي، خو دى به د دې لپاره ښه کاري سيسټم جوړ کړي څو د دغه کار مخه ونيسي.

د ده په باور، د دغو ستونزو د رفع کولو په صورت لږ تر لږه ملي عوايد تر ٤٠ سلنې پورته ځي، چې کولى شي د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره مالي سرچينه برابره کړي.

سلطان زوى وايي، که د افغانستان دولت د اداري فساد د مخنيوي له لارې ٥٠٠ ميليونه ډالره سپما وکړي او دا د ټيټ رتبه مامورينو او ښوونکو په تنخواوو کې ډېر کړي، دا به هم د فساد په له منځه وړو او د ښوونکو د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

مهاجرين

سلطان زوى وايي، چې د ډېر شمېر افغان کډوالو بېرته راستنېدل په اقتصادي شرايطو پورې اړه لري. ډېر افغان ځوانان له دې امله چې راتلونکي ته هيله من نه دي افغانستان پرېږدي او يا هم د کارموندنې په موخه بهر ته ځي.

هغه وويل، چې بېرته راستنېدونکو افغانانو ته به د ژوند چاپېريال او د خفيفه صنايعو او کرنې په برخو کې د کار زمينې برابروي.

دى زياتوي، چې په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان سره به د افغان کډوالو د بېرته راستنولو لپاره به نړيوالو نورمونو او اصولو ته په کتو، د يوه تړون له مخې موده ټاکي چې په تدريج سره هېواد ته راستانه شي.

دى وايي چې په دې ډول به پر افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د فشار مخه هم ونيول شي چې وخت ناوخته يې پر افغان حکومت واردوي.

بهرنى سياست

 دى وايي، چې د بهرني سياست د ټاکلو لپاره لومړى اړتيا ده چې يوه تګلاره موجوده وي، چې په راتلونکي کې د څه ډول افغانستان غوښتونکي يو او څنګه افغانستان غواړو؟ سلطان زوى وايي چې د کوچنيو هېوادونو بهرنى سياست بايد په مهارت او مديريت ولاړ وي.

دى وايي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د سياسي روابطو مديريت ډېر مهم دى. موږ بايد لومړى ګاونډيانو ته وښييو چې افغانستان په کوم موقف کې دى.

موږ بايد هغوى ته وښييو چې د افغانستان حکومت د خلکو باور له ځان سره لري، دا باور چې کوم ثبات افغانستان ته راولي، کولى شي د ټولې اسيا هېوادونه ترې ګټه واخلي.

دى وايي، چې پاکستان او هندوستان به په نږدې راتلونکي کې د مرکزي اسيا هېوادونه خامو توکو ته ډېره زياته اړتيا ولري او افغانستان د دې اړتيا د پوره کولو لپاره يواځېنۍ لاره ده.

دى وايي، چې د ترانزيټ لاره د افغانستان عمده پانګه ده او دې ته بايد په کمه سترګه ونه کتل شي.

سلطانزوى وايي، چې ګاونډيو هېوادونو ته بايد د افغانستان د موقعيت ارزښت ور وښييو، چې د هغوى اړتياوې هله پوره کېداى شي ، چې دلته امنيت وي. ګاونډيانو ته بايد تشريح کړو چې کمزورى افغانستان يې په ګټه نه دى، بلکې ځواکمن او باثبات او پر خپلو پښو درېدلى هېواد يې په ګټه دى.

ده زياته کړه: “پر همدې بنسټ موږ کولى شو خپلې اړيکې له ګاونډيانو سره په برابرو حقونو او متقابل احترام وټاکو.”

دى همداراز وايي، چې له غرب، چين ،روسيه ،امريکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې د دواړو په ګټه دي.

ده زياته کړه: “په افغانستان کې بايد نورو د ګټو له شتون څخه وېره ونه لرو، برعکس موږ بايد نورو ګټې افغانستان ته جلب ګړو، ځکه هغه مهال په نړۍ کې د افغانستان ملاتړ کېږي چې نور هېوادونه دلته ګټې ولري.”

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.