ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: راى پاڼې پر باوري شرکت چاپوو

نور: راى پاڼې پر باوري شرکت چاپوو

کابل (پژواک١٧ليندۍ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د راى پاڼو د ډيزاين چارې بشپړې شوې دي او ډېر ژر به يې د چاپ په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

ددې کمېسيون چارواکي وايي، چې په پام کې لري د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتى شوراګانو د ټاکنو لپاره د رايې ورکولو ١٣ ميليونه پاڼې چاپ کړي.

ددې کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې  راى پاڼې به د چاپ په موخه د ملګرو ملتونو د پراختيا پروګرام (UNDP) له لارې ډېر ژر داوطلبۍ ته وړاندې شي.

نور وايي، چې په داوطلبۍ کې به د چاپ کورني او بهرني شرکتونه ګډون ولري.

ده زياته کړه:”دا زموږ حساس مواد بايد له هغو کمپنيو سره چې معتبرې دي، تړون وشي، نه دا چې، مخکې له دې چې کمېسيون ته ورسېږي، بهر ووځي، ځکه چې د هرې راى ورقې لپاره موږ، سريال نمبر او د سيکورټي يا امنيت لپاره ځينې مشخصې نښې ورته په پام کې نيولي.”

نور وويل ، چې د ټاکنو کمېسيون به په داوطلبۍ کې له بريالي شرکت څخه غواړي، که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو دوى بايد ورته په ټاکلي وخت کې نورې پاڼې چمتو کړاى شي.

د اساسي قانون له مخې، د دويم پړاو ټاکنې بايد د پايلې تر اعلان وروسته په دوو اونيو کې ترسره شي.

نور يادونه وکړه ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راى پاڼو د ډيزاين چارې بشپړې کړې دي.

دې کمېسيون څو اونۍ وړاندې د قرعه کشۍ له لارې په راى پاڼو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو موقعيت وټاکه.

نور وويل، چې که تر دې وروسته د ولسمشرۍ کانديدان د يو بل  په ګټه تېر هم شي، عکسونه يې په راى پاڼه کې چاپېږي.

د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ١١ تنو او د ولايتي شوراګانو لپاره څه دپاسه ٢٧٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي دي.

نور وويل، چې د راى پاڼو د چاپولو لګښت به تر داوطلبۍ وروسته څرګند شي.

دا چې کورنۍ مطبعې په دومره لويه پيمانه د راى پاڼو د چاپ وړتيا لري که نه، خو په داوطلبۍ کې برياليتوب به يې پر دې پورې هم تړلې وي ،چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د راى پاڼو د ساتنې په برخه کې پرې باور وکړي.

خو د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د کورنيو مطبعو او چاپ ځايونو په کار ډاډ من اوسي او خپل ټول توکي په افغانستان کې چاپ کړي.

صافي پژواک ته وويل ، چې افغان مطبعې د چاپ پر عصري ماشينونو سمبالې دي، چې ان د ګاونډيو هېوادونو په پرتله، پرمختللې دي.

ده زياته کړه:”موږ ټولو ته اطمينان ورکوو، بايد يوڅه امتيازات داخلي کمپنيو ته قايل شي، چې هم پيسې زموږ فرار ونه کړي، او له بلې خواخلکو ته د کاريابۍ ذريعه هم وګرځي. دلته په هر لېول، په هر کيفيت، په هر ډيزاين چې وغواړي، پاڼې ورته چاپېدلاى شي.”

ده وويل ، افغاني مطبعې چمتو دي ، چې د راى پاڼو محفوظ ساتلو ضمانت ورکړي.

تېره مياشت په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړې ادارې  “آيسا” له کانديدانو غوښتي و، چې خپلې تبليغاتي پاڼې د هېواد په مطبعو کې چاپ کړي.

د ايسا مشر وفي الله افتخار ويلي و، چې  په هېواد کې دننه د چاپ امکانات ډېر دي او کانديدان بايدد هېواد   اقتصادي ودې ته په پام سره پرېکړه وکړي.

په تېرو ټاکنو کې د کانديدانو تبليغاتي پاڼې په بهرنيو هېوادونو په تېره بيا پاکستان کې چاپ شوې وې.

د ايسا چارواکو ويلي و، چې پر دې تبليغاتي پاڼو څه باندې شل ميليونه ډالره لګېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.