جلال اباد (پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ): د نورستان والي محمد تميم نورستانى له يوه وسله وال بريد څخه روغ ووت ، خو يو ساتونکى او سکرټر يې ټپيان شوي دي.
د نورستان والي تميم نورستاني د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا يوولس بجې له يو شمېر نورو چارواکو سره د نورګرام ولسوالۍ د ليدنې په موخه پر لاره و، چې د پړوايي په سيمه کې د وسله والو مخالفينو تر بريد لاندې راغى.
هغه زياته کړه : (( په پايله کې يې نښته رامنځته شوه، چې زما يو سکرټر او يو ساتونکي ټپيان شوي دي.))
نوموړى وايي، ساتونکى او سکرټر يې د موټر په ښيښو او اوسپنو ټپيان شوي ، چې روغتيايي حالت يې ښه دى او د پوليسو او وسله والو تر منځ شاوخوا يو ساعت نښته شوې ده.
د والي په خبره ، وسله والو مخالفينو له مخکې څخه کمين نيولى و، چې دوى سيمې ته له رسيدو سره سم پرې وسله والو بريد وکړ.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته د ياد بريد مسووليت پر غاړه واخيست او زياته يې کړه ، چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن