ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنيز راپور: محمود کرزى او حسين فهيم د بانکونو ميليونونه ډالره نه ورکوي

څېړنيز راپور: محمود کرزى او حسين فهيم د بانکونو ميليونونه ډالره نه ورکوي

author avatar
9 Dec 2013 - 18:28
څېړنيز راپور: محمود کرزى او حسين فهيم د بانکونو ميليونونه ډالره نه ورکوي
author avatar
9 Dec 2013 - 18:28

کابل (پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢): د څلورو کلونو په تېرېدو سره شاوخوا يوولس ميليون ډالره معيادي پورونه، چې د څلورو بانکونو له لارې د غوري د سمنټو په فابريکه کې، افغان انوېسمېنټ شرکت ته د محمودکرزي،حسين فهيم او ميرويس عزيزي د ونډې په ضمانت ورکړل شوي ، خو تر دې مهاله يې پورونه او ټکټانې بانکونو ته نه دي سپارل شوې.

 د تر سره شوي تړون له مخې، ياد يوولس ميليون ډالره پور بايد په قسطي ډول(درې مياشتې وروسته) د پنځو کلونو په ترڅ کې له ټکټانې سره يو ځاى ورکړل شي، چې ټکټانه يې د روان ډسمبر تر مياشتې شا وخوا اووه ميليون ډالرو ته رسيږي او د انوېسمېنټ شرکت اوسمهال مکلف دى، چې هم ټکټانه او هم پور ورکړي.

 د هغو اسنادونو له مخې، چې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړي، څرګندوي، چې دغه پيسې ټولټال لس ميليونه او اته سوه پنځه اتيا زره او اووه سوه پنځوس (١٠،٨٨٥،٧٥٠)امريکا ډالره کېږي، دغه ټولې معيادې پيسې دي، چې د افغان انوېسمېنټ شرکت (  AIC ) د څلورو بانکونو له لارې د غوري سمنټو په فابريکه کې د حسين فهيم او محمود کرزي د ونډو په ضمانت تر سره شوې دي.

 د افغان ملي بانک پور ٤٥٠٠٠٠٠ امريکايي ډالره، د افغان يونايټېډ بانک ٢٢٠٠٠٠٠، د پښتنې بانک پور ٢١٨٥٧٥٠ او د عزيزي بانک پور ٢٠٠٠٠٠٠ امريکايي ډالره دى.

 په بېلابېلو مکتوبونو کې، چې د افغان ملي بانک له لوري صادر شوي راغلي، چې څلور ميليونه او پنځه سوه زره (٤٥٠٠٠٠٠) امريکايي ډالر،چې دغه بانک د ٨٠١٠٧ شمېرې پور پر بنسټ،په ١٥،١٢،١٣٨٨ نېټه د افغان ملي بانک له لوري د انوېسمېنټ کمپنۍ ته ورکړي او د ياد تړون له مخې، اعتبار يې د ٢٠١٠ زېږديز کال د ډسمبر له مياشتې څخه د پور د ورکړې او د ټکټانې سره يو ځاى د انوېسمېنټ شرکت له لوري ورکول کېږي، چې تر دې مهاله نه دى ورکړل شوې .

 په دغو مکتوبونو کې، چې ١٣٨٩ او ١٣٩٠ لمريز کلونو کې صادر شوي، د افغان ملي بانک له محمود کرزي او حسين فهيم څخه غوښتي، چې د افغان ملي بانک حساب ته د قسطونو او د پور د ټکټانې په ورکولو سره د دغه تړون له مخې مرسته وکړي.

 د افغان ملي بانک په يوه بل مکتوب کې، چې د عزيزي بانک رياست ته صادر شوى، ويل شوي، د افغان انوېسمېنټ شرکت، چې د ٨٠١٠٧ د پور تر شمېرې لاندې ټولټال ٤٥٠٠٠٠٠ امريکا ډالر د پور په ډول له افغان ملي بانک څخه اخيستي، نو د عزيزي بانک رياست د پور د څارونکي او مشرتابه په توګه دنده لري، چې د انوېسمېنټ شرکت څخه د اصل پور لاسته راوړلو او درې مياشتنۍ ټکټانې برخې کې د تړون له مخې عمل وکړي.

 په مکتوب کې زياته شوې، لکه څرنګه چې د عزيزي بانک رياست ته پرله پسې مکتوبونه لېږل شوي، تر څو د افغان انوېسمېنټ شرکت له مسوولينو سره په اړيکه کې شي او د تړون له مخې، د قسطونو او د پورونو د ټکټانې غوښتنه وکړي، خو عزيزي بانک لکه څرنګه، چې لازم دي په دې اړه کوم اجرآت نه دي تر سره کړي.  

 د دغه مکتوب له مخې، عزيزي بانک په داسې حال کې، چې د پورونو د ساتنې او د پورونو د اسنادو د پړاونو په تېرولو سره له ټول پور يو سلنه کمېشن تر لاسه کړى، نو له همدې امله په دې اړه د پاملرنې نه کولو مسووليت عزيزي بانک ته راجع کېږي.

 د دغه بانک په مکتوبونو کې ويل شوي، چې پورتنۍ موضوع د عزيزي بانک رياست ته رسېدلې، تر څو د مشرتابه بانک په توګه د ياد پور د برخليک په اړه هر څه ژر د افغان انوېسمېنټ شرکت له مسوولينو سره په اړيکه کې شي او د تړل شوي تړون له مخې، د پورونو د قسطونو د تر لاسه کولو او د ټکټانې په برخه کې قانوني اقدام وکړي، له دې پرته به ټول وروستي مسووليتونه د عزيزي بانک پر غاړه وي.

د بانکونو د مسوولينو چوپتيا او څنګ ته کېدنه:

 د افغان ملي بانک مشر محب الله صافي د يادو پورونو د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او پژواک ته يې وويل، هغوى د افغانستان بانک له لارښوونې پرته په دې اړه څه نه شي ويلى.

 

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري وايي، چې دوى پر بانکونو د څار مسووليت لري، خو رسنيو ته معلومات ورکول په خپله د بانکونو مسووليت دى او د افغانستان بانک په دې اړه کوم نظر او لارښوونې ورته نه شي ورکولى.

 هغه زياته کړه، چې افغان ملي بانک د افغانستان بانک تر نظر لاندې په خپلواک ډول فعاليت کوي او دا يې له خپلو صلاحيتونو څخه ده، چې دخپلو فعاليتونو په اړه رسنيو او حقوقي مراجعو ته معلومات ورکوي او که نه !

 د پښتنې بانک پخواني رييس ګل مقصود عزيزي د ناڅرګندو دليلونو له امله ددې پورونو په اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه، خو ويې ويل، چې دا ډول په سلګونو پوروړو قضيې په پښتنې بانک کې شته او نه شي کولى، چې د کومې يوې په اړه يې معلومات ورکړي.

 هغه زياته کړه:((ددې پور دوسيه له ١٥٠ څخه زياتو دوسيو نه يوه ده، چې له موږ سره موجودې دي،که چېرته زه ديوې مشخصې قضيې په اړه خبرې وکړم،  نو سبا په ما هم نيوکه کېږي، چې څنګه د يوې دوسيې په اړه خبرې کوې؟ ))

 ثابت په داسې حال کې چې د  پښتنې بانک سهم يې ٢١٨٥٧٥٠ ميليون امريکايي ډالره وباله، وايي چې ددې پورونو مسوول عزيزي بانک دى او نور  بانکونه يې غړي دي، چې ټول معلومات يې له عزيزي بانک سره شته.

 د پښتنې بانک پخواني رييس وويل:(( موږ د عزيزي بانک له لارې انوېسمېنټ شرکت ته پور ورکړى او رهبري يې د عزيزي بانک پر غاړه ده، موږ له مقروضينو سره کار نه لرو، موږ خپل پور له عزيزي بانک څخه غواړو.))

 نوموړي وايي، چې ددې پورونو د تر لاسه کولو په اړه د پښتنې بانک له خوا بېلابېل مکتوبونه عزيزي بانک ته استول شوي ، خو دې بانک تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول اجرا ات نه دي کړي.

  نوموړي په دې اړه، چې ددې پورونو موده ډېره پخوا پوره شوې وويل، چې د ډېرو پورونو موده پوره شوې او ځينې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته هم ور پېژندل شوي، په ځينو ځايونو کې حتى د مقروضينو جايدادونه هم پلورل شوي دي.

 د پښتنې بانک پخوانى رييس وايي:(( انوېسمېنټ شرکت ته د ټولو ورکړل شوو پورونو اسناد او تضمينات له عزيزي بانک سره دي، موږ عزيزي بانک مسوول ګڼو، ټکټانه او پيسې له عزيزي بانک څخه غواړو.))

 د پښتنې بانک يوې با صلاحيته سرچينې د ليندۍ په ١٣مه پژواک ته وويل، چې تر اوسه هېڅ کوم مبلغ د ټکټانې په نوم د پورونو له درکه بانک ته نه دى تحويل شوى.

 دغې سرچينې، چې دنوم له اخيستلو يې ډډه کوله زياته کړه، چې د څو کلونو په اوږدو کې له زياتو کوښښونو سره سره بانک ته د انوېسمېنټ کمپنۍ پورونه نه دي ورکړل شوي، خو اوس حسين فهيم او محمود کرزي ژمنه کړې، چې د پښتني بانک اړوند پورونه په نږدې راتلونکي کې دې بانک ته تحويل کړي.

سرچينې په ټينګار سره وويل:(( معلومه نه ده، چې ددې دوو کسانو ژمنې به په خپل وخت عملي شي که نه!))

د اړونده پور کمېشن:

 عزيزي بانک،چې ددې ١١ ميليونو ډالرو لارښوونه پر غاړه لري،وايي چې تراوسه پورې ٦٠٠ زره امريکايي ډالر ټکټانه ددې پورونو له اړخه دې بانک ته تحويل شوي دي.

  د عزيزي بانک يوې با صلاحيته سرچينې ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې دا ٦٠٠ زره امريکايي ډالر په تېرو درېيو کلونو کې د انوېسمېنټ شرکت له خوا دې بانک ته تحويل شوي دي.

 سرچينې زياته کړه ، چې د انوېسمېنټ شرکت ونډه وال حاضر شول، چې ټول ١١ ميليونه ډالر به په نږدې راتلونکي کې اړوندو بانکونو ته تحويل کړي.

د اړونده پور ټکټانه:

 پژواک خبري اژانس ته د رسېدلو اسنادو له مخې، ددې ١١ ميليونو ډالرو ټکټانه د ٢٠١٣ زېږديز کال تر روانې ډسمبر مياشتې پورې ٦ ميليونه ٨٦٣ زره او ١٧٨ امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې تر اوسه نه ده ورکړل شوې.

 

د اسنادو مطابق، بايد د انوېسمېنټ افغان شرکت هر کال ددې پورونو له درکه ١٣ سلنه ټکټانه اړوندو بانکونو ته ورکړي، چې د لومړي کال( ٢٠١٠ ) په پاى کې بايد يو عشاريه څلور ميليونه ډالر، په دويم کال کې يو عشاريه شپږ ميليونه ډالر، په درېيم کال کې يو عشاريه اته ميليونه ډالر او په څلورم کال کې له دوو ميليونو زيات ډالر بانک ته تحويل کړي.

 د مالي بانکي محاسبو پر بنسټ،که چېرته پور اخيستونکي په لومړي کال خپله ټکټانه ورنه کړي، نو په راتلونکي کال کې د ټکټانې پر اندازه ور زياتېږي.

د جرګې له لارې د موضوع حل

 د بانکي قانون پر بنسټ، حکومت په داسې حال کې چې بايد اړونده پورونه په ټاکل شوي وخت کې له ټکټانې سره يو ځاى له پور اخيستونکي ترلاسه نه کړي، خو غواړي، چې دوسيه د مالي شخړو د حل کمېسيون له لارې د جرګې په شکل حل شي.

 ددې کمېسيون رييس عبدالله درانى وايي، د لړم مياشتې د ٥مې نېټې ناسته، چې د ميرويس عزيزي بانک په مشرۍاو ددې بانک د رييس ميرويس عزيزي، حسين فهيم او محمود کرزي په ګډون د کمېسيون په مقر کې تر سره شوه، د انوېسمېنټ شرکت د پورونو د قضيې ټولو ښکېلو اړخونو ژمنه وکړه، چې خپل پورونه به ورکوي.

 هغه پژواک ته وويل، چې د شخړو دحل کمېسيون په ياده ناسته کې دوى ته قناعت ورکړ او پرېکړه وشوه، چې حسين فهيم او محمودکرزى به خپل پورونه تر يوې راتلونکې مياشتې پورې اړوندو بانکونو ته تحويلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د يادې پرېکړې څخه يوه مياشت تېرېږي، خو د ټکټانو په اړه څه معلومات نه شته.

همدارنګه د ١٣٩٢ لمريز کال د ليندۍ مياشتې په ٥مه د شخړو دحل کمېسيون له خوا عزيزي بانک ته د ٧٧-٨٤ مې ګڼې استول شوي فرمان له مخې، چې کاپي يې پژواک ته هم رسېدلې راغلي، چې د لړم مياشتې د ٥مې نېټې په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د پور د اندازې او دهغو د سرچينو په اړه څه اختلاف نه شته، بلکې اختلاف دهغو دوو ميليونو ډالرو په سر دى، چې د غوري سمنټو د تاسيساتو د بشپړولو لپاره لګول شوي دي.

 د مکتوب له مخې، دا موضوع به د انوېسمېنټ کمپنۍ د افغان ګډونوالو له خوا د يوې ناستې په ترڅ کې په دوو اونيو کې حل شي او هوکړه وشوه، چې پايلې به يې رسما کمېسيون ته واستول شي.

 په کمېسيون کې در ج شوې، چې د مالي شخړو د حل کمېسيون د ناستې له پرېکړې وروسته د   ٧٣-٤٢ نېټه  ٧-٨-١٣٩٢ ګڼې مکتوب له مخې، په قضيه کې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې د قضيې حل و فصل د لړم مياشتې د ٥مې نېټې جلسې له مندرجاتو سره سم چټک کړي او ډېر ژر د هوکړه ليک يو نقل رسما د شخړو د حل کمېسيون ته واستوي، خو د ټاکل شوي وخت له تېرېدو سره په دې برخه کې کمېسيون ته د هېڅ پرمختګ خبر نه دى ورکړل شوى.

 د مکتوب په پاى کې، چې د شخړو د حل کمېسيون رييس لاسليک کړى، راغلي:(( دادى د پورته ذکر شوي مکتوب په تعقيب ، يو ځل بيا غواړم  چې اجرات تر سره شي او د يادې شوې قضيې د حل و فصل په اړه رسما کمېسيون ته خبر ورکړئ، څو په اساس يې دوسيه مرجع ته دويم ځلې مسترد شي.))

 خو د عزيزي بانک رييس ميرويس عزيزي وايي، چې دا قضيه نهايي او حل شوى او پور به په دوو راتلونکو اونيو کې بانکونو ته تحويل شي.

 نوموړي پژواک ته وويل:(( دا موضوع مه پلټئ،  ځکه چې ښکېلې خواوې يوې هوکړې ته رسېدلې دي.))

 د بغلان ولايت د سمنټو او ډبرو سکرو د فابريکو قرار دادونه د ١٣٨٥ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٣ مه نېټه د ٤٩ کلونو لپاره د کانونو وزارت او دافغان پانګونې کمپنۍ (Afghan Investment Company) تر منځ لاسليک شول.

  ددې قرار داد له مخې، بايد شرکت په درېيو کلونو کې فابريکه جوړه او فعاله کړې واى، خو اوس هم دا فابريکه او د کرکر او دودکش کانونه په بد وضعيت کې دي.

 د سمنټو دوه زړې او نوې فابريکې او همدارنګه د ډبرو سکرو څلور کانونه ( دودکش، اهن دره، کرکر، خرد درۀ) په ١٣٨٥ لمريز کال  (A I C) شرکت ته ورکړل شول او نوو چارواکو ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به دا فابريکې او کانونه بيا ورغوي او د بيارغونې کچه به يې اوچته کړي.

 د افغان په نامه د پانګونې شرکت، چې په بغلان کې يې د سمنټو د توليد فابريکې او د ډبرو سکرو د کانونو وېستنه تر پوښښ لاندې راوستې، په داسې حال کې ، چې وړاندې د محمود کرزي، حسين فهيم په ګډون ٣٤ تنه په کې ونډه وال وو، خو اوس له دې ونډه والو څخه يواځې ٢٣ تنه پاتې دي.

 د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزى او د حامد کرزي د لومړي مرستيال  مارشال محمد قسيم فهيم ورور عبدالحسين فهيم ، په دې شرکت کې له اصلي څېرو څخه شمېرل کېږي.

 خو په کابلبانک کې د مالي بحران له رامنځته کېدو سره محمود کرزي خپل سهم ، چې  د بانک له اصلي سهم لرونکو شمېرل کېده د افغاني پانګونې شرکت AIC باندې وپلوره .

په داسې حال کې ، چې دا پيسې د محمود کرزي او حسين فهيم د ونډې په تضمين کې اجرا شوې، خو محمود کرزى وايي، چې هغه خپل سهم په ٢٠١٠ زېږديز کال د غوري سمنټو په فابريکه پلورلى او ددې پور مسووليت هم دهغه چا پر غاړه دى، چې  دده سهم يې اخيستى دى.

نوموړى وايي، چې دا پور د غوري سمنټو فابريکې لپاره له څلورو بانکونو پوره شوى و او په لنډ وخت کې يې دويمه فابريکه هم فعاله شوې او دا پيسې به هم ډېر ژر ورکړل شي.

محمود کرزى وايي :((مخکې له دې چې کابل کابل مات شي، شېرخان فرنود او ځينې نور کسان په دې فابريکه کې شريک وو، موږ د هغوى ونډه وال له فابريکې وېستل، له څلورو بانکونو مو په پور پيسې واخيستې ، چې د کابلبانک پيسې ورکړو.))

نوموړى زياتوي، چې دې ١١ ميليونو ډالرو څخه يې ٢ ميليونه د غوري سمنټ په فابريکه کې لګېدلي او اته ميليونه نور يې دحسين فهيم او نورو پورونه و، چې کابلبانک ته ورکړل شوي دي.

نوموړي يادونه وکړه، چې اوسمهال په غوري سمنټو فابريکه کې شريک نه دى او ويې ويل:(( ما خپله ونډه پلورلې،  د پيسو يو قسط راکړل شوى او بل قسط يې پاتى دى.))

محمود کرزي څرګنده کړه، چې دا پيسې د بانکونو له خوا په پور اخيستل شوي، مکتوبونه يې ده ته هم رسېدلي، چې ده يې ځواب ورکړى او قرار داد به يې هم ور واستوي.

 

Visits: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.