واشنګټن ( پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢ ) : د افغانستان او امريکا ولسمشرانو د نېلسن منډيلا د درناوي په مراسمو کې سره روغبړ کړى،خو پر امنيتي سنديې خبرې نه دي کړي.
د ولسمشرحامدکرزي په ګډون د نړۍ د ٦٠ هېوادونو مشرانو پرون د سوېلي افريقا د پخواني ولسمشر او د نژادي تبعيض او استعمار پروړاندې ستر مبارز نېلسن منډيلا ته د درناوي په مراسمو کې ، چې د دغه هېواد په پلازمېنې جوهانزبورګ ښار جوړ شوي و، ګډون وکړ.
د امريکا د ملي امنيت د سلاکارمرستيال بين رهوډيس په سوېلي افريقا کې امريکايي خبريالانو ته ويلي ، چې ولسمشر بارک اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره روغبړ کړى، خو پر امنيتي سند يې خبرې نه دي کړي.
هغه زياته کړه ، چې په دې لنډه ليدنه کې دواړو خواوو پر بلې کومې موضوع خبرې نه دي کړي او بين زياتوي، چې دامنيتي سند په اړه د امريکا په دريځ کې بدلون نه دى راغلى.
د ملي امنيت دسلاکار مرستيال ويلي : ((زما په نظر ولسمشر اوباما نه غوښتل په دې مراسمو کې رسمي خبرې وکړي. ))
د نوموړي په وينا، د افغانستان مشورتي لويې جرګې امنيتي سند تاييد او د لاسليک وړانديز يې کړى دى.
بين رهوډيس وايي : (( موږ اوس هم په خپل پخواني دريځ ولاړ يو، چې دا سند د دواړو هېوادونو په ګټه دى او افغان ولسمشر بايد پر دې سند لاسليک ته وړاندې شي.))
د ولسمشرکرزي وياند ايمل فيضي پرون له سوېلي افريقا څخه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې وويل ، چې د نړۍ يو شمېر هېوادونو غوښتنه کړې ، چې ددغو مراسمو په څنډه کې له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.
که څه هم نوموړي د هېوادونو او يا يې د مشرانو نومونه په ډاګه نه کړل ، خو ويې ويل ، چې د انګلستان لومړى وزير ډيويډکامرون او نور به له ولسمشر سره وويني .
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن