کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): تاجکستاني چارواکو ويلي، چې له افغانستان سره پر پوله يې د يوې نښتې په ترڅ کې د نشه يي توکو يو افغان قاچاقچي وژلى دى.
د ايشيا پلس په نوم رسنۍ د تاجکستان د ملي امنيت د کمېسيون په حواله د ليندۍ په ٢١مه خبر ورکړى، چې دا پېښه نن د تاجکستان په سرحدي ايالت خلتون کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، يو شمېر افغان قاچاق وړونکو هڅه کوله، چې په غير قانوني توګه د تاجکستان خاورې ته دننه شي، چې د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره يې نښته رامنځته شوې ده.
په راپور کې راغلي، يادو کسانو غوښتل چې د خلتون ايالت په سرحدي سيمه همادوني کې د سيند له لارې پورې وځي.
د تاجکستان د ملي امنيت سرچينې ويلي، چې په دې نښته کې د افغان قاچاقچيانو د ډلې مشر ٤٠ کلن داوود وليدي وژل شوى او نور ملګري يې بېرته د افغانستان خاورې ته اوښتي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ١٥ کيلوګرامه نشه يي توکي او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن