ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایرلېنډ افغانستان ته د کرکټ په سيالۍ کې ماتې ورکړه

ایرلېنډ افغانستان ته د کرکټ په سيالۍ کې ماتې ورکړه

author avatar
13 Dec 2013 - 16:09
ایرلېنډ افغانستان ته د کرکټ په سيالۍ کې ماتې ورکړه
author avatar
13 Dec 2013 - 16:09

کابل (پژواک٢٢ليندۍ٩٢): د کرکټ د لويو وچو د جام سياليو په پای لوبه کې ایرلینډ افغانستان ته ماتې ورکړه.

ايرلنډ په لومړي ځل ١٨٧ د افغانستان پروړاندې منډې جوړې کړې، چې په مقابل کې يې افغانستان ١٨٢ منډې وکړې.

په دويمه لوبه کې ايرلېنډ د٣٤١ منډو په ترسره کولو  سره افغانستان ته لږ ګران هدف وټاکه، چې وروسته افغان لوبغاړي وتوانېدل ٢٢٤ منډې جوړې کړي.

د پايلوبې په څلورمه ورځ افغانستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدا لوبه پيل کړه. په لومړي سر کې افغانستان خپله لوبه په ښه توګه مخته وړله خو وروسته له هغه چې د لوبې لپاره نوى توپ د ايرلېنډې لوبغاړو لاس ته ورغى، لوبه د هغوى په ګټه واوښته.

محمد نبي عيسى خېل لومړى افغان لوبغاړى چې د لوبډلې مشر يا کپتان و چې له رحمت شاه سره تر ١١٤ ملگرتيا وروسته وسوځېد. نبي ٤٩ منډې جوړې کړې.

د محمد نبي تر سوځېدو ورسته، سميع الله شينوارى په څلور منډو، ميرويس اشرف په صفر، دولت ځدراڼ په يو او عزت الله دولتزى هم په صفر وسوځېدل.

رحمت شاه تر پايه ودرېد او ناسوځېدلى په ٨٥ منډو ستون شو.

دا په تيرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دى چې افغانستان په څو ورځنيو لوبو کې ماتې خوري.

افغانستان په ٢٠١٠ کال کې د دغو اتلوليو پايلوبه له سکاټلنډ څخه ګټلې وه. خو له ايرلنډ سره افغان لوبډله له لومړنۍ ورځې پرته نوره ونه ځلېده.

د افغانستان لوبغاړي د بالېنګ په ډګر کې ښه و خو په بېټېنګ کې له رحمت شاه او کپتان نبي پرته نور داسې ونه لوبېدل چې په څو ورځنۍ لوبه کې يې اړتيا وه.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.