ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين : ډېر ژر به د تورخم – جلال اباد پر لاره ناقانونه پاټکونه وتړل شي

author avatar
15 Dec 2013 - 17:23
author avatar
15 Dec 2013 - 17:23

 جلال اباد (پژواک٢٤ليندۍ٩٢): دننګرهار والي وايي، چې د يوې مياشتې په اوږدوکې يې په تورخم کې د  بيارغونې او په نورو نومونو د ناقانونه  پېسو اخيستل بند کړي او ډېر ژر به د تورخم پر لاره غير قانوني پاټکونه هم وتړي.

 مولوي عطاءالله لودين دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٤مه، د جلال اباد په قصر کې د خپلې دندې ديوې مياشتې بشپړېدو پر مهال ديوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

 هغه زياته کړه، وروسته له دې به هره مياشت د خپلې تېرې مياشتې د لاسته راوړنو او کړنو په اړه رسنيو ته معلومات ورکوي.

 دا لومړى ځل دى ، چې په ننګرهار کې مسوول چارواکي رسنيو ته د خپلې کاري مودې د کارونو لومړنى راپور وړاندې کوي.

 د ننګرهار والي زياته کړه ، چې د دندې له پيل سره يې درې شعارونه درلودل، چې له مخې يې په ننګرهار کې د امن او سولې راتګ،د اداري او اخلاقي فساد پر وړاندې کلکه مبارزه او د قانون ماتوونکو پروړاندې مبارزه وه، چې له نيکه مرغه يې په دې برخو کې پرمختګونه  کړي دي.

 هغه وويل: (( که موږ په ډېره پيمانه په دغو برخو کې پرمختګ نه دى کړى، خو له  خلکو سره په ذهنونو کې يو انګيزه پېدا شوې ده. ))

 د نوموړي په وينا، له راتګ سره سم ورسره داسې قومي مشرانو او سپين ږيرو کتلي ، چې په تېرو لسو کلونو کې يې د ننګرهارشاهي ماڼۍ نه وه ليدلې.

 مولوي لودين وايي، هغو اشخاصو هم ورته د مرستې ډاډ ورکړى کوم چې ولسونه يې د زورواکانو په نوم پېژني.

د ننګرهار والي وويل ، چې د واک ډېره کمه موده يې کيږي، خو په يادې مودې کې يې په تورخم کې هغه ترازو ، چې په بېلابېلو نومونو به په کې غېرې قانوني پېسې اخيستل کېدې هم تر خپل کنټرول لاندې راوړې ده او اوس په کې څوک پېسې نه شي اخيستى.

 هغه زياته کړه : (( په هرې هغې لارۍ کې ، چې وزن زيات وي بيا يې ګمرک ته ليږو او بل ټي يک پرې اخلو له يوې خوا د فساد مخه ونيول شوه او له بلې خوا پرې د ګمرک محصول زياتيږي او دولت ته يې ګټه ځي. ))

نوموړى وايي، چې په ننګرهار کې د امنيت لپاره يې ګڼ پلانونه په لاره اچولي، چې ځينې يې پلي شوي او يو شمېر يې د پلي کېدو په درشل کې دي.

ده دا هم وويل ، چې په ښار کې د تورو ښيښو او غېر مسوولو وسله والو د مخنيوي په برخه کې يې امنيتي ادارو ته سپارښتنه کړې، تر څو يادې بدې پديدې له منځه يوسي.

 د مولوي عطاء الله لودين په خبره چې د جوماتونو ملا امامانو ته يې نوې خطبې ورسپارلي ، چې د امن، سولې، ورورولۍ او نورو پيغامونو په کې ځاى نيولى دى.

 دى وايي: (( د لمونځ، روژې،زکات او داسې نورو مسايلو په اړه خو اوس خلک اګاهي لري، موږ اوس سولې ته اړتيا لرو، نو پکار ده چې پر همدې بحث وشي. ))

 نوى والي دا هم وايي ، هغو اشخاصو ته به په ننګرهار کې د اوسيدو اجازه ور نه کړي ، چې له دې خاورې استفاده کوي او له نورو ګاونډيو هېوادونو سره دښمني پالي.

 هغه زياته کړه، چې د تورخم – جلال اباد پر لويه لار په بېلابېلو سيمو کې د پوليسو د پاټکونو څخه هم خبرلري او ډېر ژر به په دغه برخه کې هم جدي اقدامات وکړي.

 لودين وايي ، چې د جلال اباد_ تورخم د لارې د امنيت په خاطر به ډېر ژر اقدامات وکړي او ياده لاره به په امن کې شي.

 نوموړى زياتوي: (( په دې وروستيو کې ګڼې پروژې هم پرانيستل شوي، چې زما د يوې مياشتې کاري مودې يو څه برخه يادو چارو هم ونيوله. ))

د لودين په خبره، چې د پاکستان له قونسل سره به په نږدې وخت وګوري او په جلال اباد کې د پاکستان له لوري د ګردو د روغتون د چارو په اړه به هم وضاحت ترې وغواړي ، تر څو ژر تر ژره فعاله شي.

 دى وايي، چې د سولې له ولايتي کمېټې سره به هم يو مجلس ولري او د هغوى چارې به هم و ارزوي، د لودين په وينا ، د سولې ولايتي کمېټه چې څومره تمه ورته کېده هغومره کار يې نه دى کړى.

نوموړي داهم وويل ،چې د کانونو د امنيت د خونديتوب لپاره به هم کار وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.