ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې ځانمرګي بريد د ملي امنيت درې کارکوونکي ټپيان کړل

په تورخم کې ځانمرګي بريد د ملي امنيت درې کارکوونکي ټپيان کړل

author avatar
15 Dec 2013 - 09:03
په تورخم کې ځانمرګي بريد د ملي امنيت درې کارکوونکي ټپيان کړل
author avatar
15 Dec 2013 - 09:03

جلال اباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٢): د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې نن سهار په يوه ځانمرګي بريد کې د ملي امنيت درې کارکوونکي ټپيان شوي دي.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار اوه بجې ترسره شو.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى پلى و او په تورخم کې د ملي امنيت د مديريت مخې ته يې ځان ته چاودنه ورکړه.

سرچينه وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي امنيت دوه سرتېري او يو د دفتر کارکوونکى ټپيان شوي دي.

په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي پوځي جامې اغوستې وې، په داسې حال کې چې وسله هم ورسره سهار وخته سيمې ته راغلى و.

سرچينې زياته کړه، چې نوموړي غوښتل د ملي امنيت مديريت ودانۍ ته ننوځي، خو ساتونکي ورته د درېدو امر وکړ، خو دى ونه درېد او پر ساتونکي يې ډزې وکړې.

دې امنيتي سرچينې وويل، چې د ملي امنيت نورو کارکوونکو د مديريت دننه پر بريد کوونکي ډزې وکړې، په همدې مهال ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه، چې له امله يې په خپله ووژل شو او د ملي امنيت دوه سرتېري ټپيان شول.

په تورخم کې د سيف الله په نوم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم د چاودنې غږ اورېدلى، خو له مرګ ژوبلې خبر نه دي.

دى وايي، چې د څو شېبو لپاره لاره تړل شوې وه، خو وروسته بېرته حالت نور مال شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په تورخم کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې رامنځته شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.