ترينکوټ (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): په اروزګان ولايت کې د ماين چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالله همت د ليندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام په دهراوود ولسوالۍ رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه پر هغو ماشومانو شوې ، چې په سيمه کې پر لوبو بوخت وو.
همت وويل، په دې پېښه کې د درېيو کورنيو څلور ماشومان وژل شوي ، چې عمرونه يې د ٦ او ٨ کلونو تر منځ وو.
د والي وياند د يادې چاودنې پړه پر وسله والو مخالفينو واچوله او زياتوي، چې هغوى تل عام وګړي په نښه کوي.
خو وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د روانې اونۍ له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
پرون په کونړ، پکتيکا، لوګر او ننګرهار ولايتونو کې په ځانمرګي بريد او چاودنو کې ګن شمېر ملکي وګړي او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن