ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د پاڅون کوونکو مشر خوشې شو

د لوګر د پاڅون کوونکو مشر خوشې شو

author avatar
16 Dec 2013 - 13:10
د لوګر د پاڅون کوونکو مشر خوشې شو
author avatar
16 Dec 2013 - 13:10

پل علم (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): د لوګر د پاڅون کوونکو مشر فرهاد اکبري چې د دغه ولايت د پخواني والي ارسلا جمال د وژنې په تور نيول شوى و، نن سهار له زندانه خوشى شو.

ارسلا جمال د تېر لوى اختر د لمانځه پر مهال د پل علم په جامع جومات کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.

تر دې پېښې درې ورځې وروسته د لوګر ولايت د ملي اردو د يو شمېر کار کوونکو په ګډون ١٠ کسان د ارسلا جمال د وژنې په تور د پلټنو لپاره نيول شوي وو، چې په کې د پاڅون کوونکو مشر فرهاد اکبري هم شامل و.

نوموړى په کابل کې له ملي امنيت سره بندي و او تر دوو مياشتو بند وروسته خوشى او نن د ليندۍ په ٢٥مه پل علم ته په داسې حال کې ورسېد، چې د لسګونو پلويانو او سيمه ييزو پوليسو له خوا يې تود هرکلى وشو.

فرهاد اکبري تر خوشې کېدو وروسته له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړو خبرو کې وويل، چې ده د خپل ولس او هېواد لپاره په تش لاس د وسله والو مخالفينو پر ضد مبارزه پيل  کړې وه.

هغه زياته کړه،  چې د خپلې مبارزې په ترڅ کې يې ٨٠ کلي له وسله والو پاک کړل او په دې مبارزه کې يې د خپلې مور په ګډون د کورنۍ درې غړي هم له لاسه ورکړل.

اکبري وايي: ((د دې پر ځاى چې حکومت ما تقدير کړي  پر ما يې تور پورې کړ او زه يې بندي کړم.))

د نوموړي په وينا، حکومت دوست او دښمن نه پېژني او له کوم اسناد او ثبوت پرته يې دى ونيو او زنداني يې کړ.

د لوګر د پاڅونوالو مشر وويل، چې په زندان کې ورسره بد چلند نه دى شوى خو په دې خپه دى چې ولې ونيول شو؟

فرهاد اکبري وايي، چې له دې وروسته به هم د وسله والو پر ضد خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او خپل ولس به د هغوى له شره خلاصوي.

د فرهاد پلار سيداکبر اغا د خپل زوى په خوشې کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې د خوشې کولو لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

ده پژواک ته وويل، چې زوى يې بې ګناه و، ځکه خوشى شو.

د لوګر مرستيال والي محمد هاشم فيضي پژواک ته د فرهاد اکبري خوشې کېدل تاييد کړل او ويې ويل، چې حکومت حق لري د پوښتنو ګروېږنو لپاره خلک ونيسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.