ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې له ځينو ښوونځيو د امنيتي پوستو کار اخيستل کېږي

په کندهار کې له ځينو ښوونځيو د امنيتي پوستو کار اخيستل کېږي

author avatar
16 Dec 2013 - 09:53
په کندهار کې له ځينو ښوونځيو د امنيتي پوستو کار اخيستل کېږي
author avatar
16 Dec 2013 - 09:53

کندهار (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٢): د کندهار ولايت په ځينو ولسواليو کې د يو شمېر ښوونځيو له ودانيو د امنيتي پوستو کار اخيستل کېږي، خو د پوهنې رياست  وايي چې اوس  يې د لرې کولو هڅې کوي.

په ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې څو کاله مخکې هغه مهال پوليسو د ښوونځيو له ودانيو کار اخيستل پيل کړل، چې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او نا امنيو له امله ډېر ښوونځي وتړل شول او د دې لپاره چې مخالفين ودانيو ته زيان ونه رسوي، پوليس په کې ځاى پر ځاى شول.

د کندهار د پوهنې رياست وياند جندالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو کې ٤ داسې ښوونځي شته، چې له ودانيو څخه يې پوليس د امنيتي پوستو کار اخلي.

هغه زياته کړه، دغه ښوونځي څو کاله وړاندې هغه مهال پر امنيتي پوستو بدل شول، چې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او نا امنيو له امله ګڼ شمېر ښوونځي وتړل شول.

دى وايي، د دې لپاره چې د ښوونځيو ودانۍ ساتل شوې وي، پوليس په کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي په وينا، د کندهار د پوهنې رياست په پلان کې لري، چې په دغه ولايت کې د تړل شوو ښوونځيو د بيا پرانيستلو په لړ کې د هغو ښوونځيو له ودانيو امنيتي پوستې لرې کړي، چې کلونه مخکې د شرايطو پر اساس په کې ځاى پر ځاى شوې وې.

هغه زياته کړه، د پوهنې رياست به ټول دغه راز ښوونځي چې په جګړو کې ورته زيان اوښتى وي، لومړى ورغوي او بيا به يې د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

خو د سيمې اوسېدونکي بيا د هغو ښوونځيو شمېر زيات ګڼي، چې کلونه مخکې د نا امنيو له تړل شوي او بيا په کې پوليس ځاى پر ځاى شوي دي.

د ژېړۍ ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانش ته وويل، چې همدا اوس د ژېړۍ ولسوالۍ په نلغام، پاشمول او کولک سيمو او همدارنګه د پنجوايي په موشان او زنګ اباد سيمو کې له ښوونځيو د امنيتي پوستو کار اخيستل کېږي.

سرچينه وايي، په ژېړۍ ولسوالۍ کې د ښوونځيو تر څنګ له يوې ديني مدرسې هم د امنيتي پوستې کار اخيستل کېږي.

دغه راز د پنجوايي ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي عبدالقدوس وايي، همدا اوس هم د موشان د حاجي نورمحمد نيکه په منځني ښوونځي کې امنيتي پوسته شته.

دی وايي، مخکې دغه ښوونځي ته ماشومان راتلل، خو کله چې يې وسله والو د الوځولو ګواښ وکړ، خلکو ورڅخه ماشومان را وګرځول او وروسته پکې د پوليسو پوسته جوړه شوه.

هغه زياتوي، تر دې مخکې د تلوکان سيمې د ملا حسن اخند ښوونځی او د کښته کورونو سيمې دستګيري ښوونځى هم په امنيتي پوستو بدل شوي وو، چې وروسته ورڅخه پوليس وويستل شول.

څو ورځې وړاندې د ژيړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې هم يو ښوونځى چې اته کاله مخکې د نا امنيو له امله تړل شوى و او وروسته پوليس په کې ځاى پر ځاى شوي وو، پرانيستل شو.

د اسعد سوري په نوم دغه ښوونځى د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې دى، چې هغه مهال په کې د دغې سيمې ١٢ سوه زده کوونکو زده کړې کولې.

دغه ښوونځى لس کاله مخکې جوړ شوى و، چې تر دوه کلن فعاليت وروسته نه يواځې د جګړو او ناامنيو له امله دغه ښوونځى د اتو کلونو لپاره وتړل شو، بلکې ودانۍ ته يې هم درانه زيانونه واوښتل.

د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمدعوض نظري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځى يې تر اوږد ځنډ وروسته يو ځل بيا د خلکو په مرسته فعال کړ او ډېر ژر به ورڅخه د پوليسو پوسته هم وويستل شي.

هغه وويل، د ښوونځي د پرانيستنې په لومړۍ ورځ ١٥٠ زده کوونکي خپلو زده کړو ته حاضر شوي، خو د وخت په تېرېدو به يې د زده کوونکو شمېر زيات شي.

بل خوا د ژيړۍ ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل معصوم خان وايي، چې ډېر ژر به له ښوونځيو څخه پوليس وباسي او په داسې سيمو کې به ورته پوستې جوړوي، چې هم د ښوونځيو او هم د خلکو امنيت خوندي شوى وي.

دى وايي، د پوليسو د ايستلو چاره يې ډېره وخت مخکې پيل کوله، خو ځايي اوسېدونکو د نا امنيو او وېرې له امله هغوى ځنډولي وو.

د پوهنې رياست تر څنګ د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم وايي، چې ډېر ژر به له ښوونځيو څخه امنيتي پوستې و ايستل شي او د پوليسو لپاره به دايمي امنيتي پوستې په نورو ځايونو کې جوړې کړل شي.

د کندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې دا مهال ١٧ ښوونځي پرانيستل شوي، خو د نا امنيو له امله ۱۵ ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

دغه راز پنجوايي ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٤٢ ښوونځي لري، چې دا مهال يې ١٥ پرانيستي دي او نور لا هم د يو شمېر ستونزو له امله بند دي، خو د اراغنداب ولسوالۍ ٢٥ واړه ښوونځي تر تېر کال پورې ټول پرانيستل شول او هيڅ ښوونځى پکې تړلى نه دى.

په ټوليزه توګه په کندهار ولايت کې دا مهال د ٤٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي فعال دي، چې د ٥٠ زره نجونو په ګډون پکې تر ١٨٠ زرو زيات زده کوونکي زده کړې کوي، خو د سلو په شاوخوا کې ښوونځي لا هم د د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاته دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.