ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د الوتکې غورځیدو له امله د ناټو ۶ سرتیري ووژل شول

د الوتکې غورځیدو له امله د ناټو ۶ سرتیري ووژل شول

author avatar
17 Dec 2013 - 18:26
د الوتکې غورځیدو له امله د ناټو ۶ سرتیري ووژل شول
author avatar
17 Dec 2013 - 18:26

کلات ( پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): آيساف وايي ،چې د يوې الوتکې د رالوېدو له امله يې نن د افغانستان په سوېل کې شپږ سرتېري وژل شوي دي .

په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، د پېښې څېړنې يې پيل کړي، خو لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په پېښه کې وسله وال مخالفین لاس نه لري.

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوال ملک على محمد پژواک خبري ا‍ژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ابراهیم خیلو په سیمه کې رامنځته شوه.

هغه زیاتوی ، چې د پېښي د پلټنې لپاره افغان او بهرني ځواکونه سیمې ته رسېدلي، تر څو په دې اړه څېړنې وکړي.

ولسوال وايي ، چې د الوتکې د نوعيت ، د پېښي د رامنځته کیدو د لامل او پکې د ممکنه مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه معلومات نه لري.

خو وسله وال طالبان وايي ، چې په شاه جوى کې يې د بهرنیو ځواکونو چورلکه ويشتلې او راغورځولې ده.

طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي،چې چورلکه سوځېدلې او په کې سپاره ټول بهرني سرتېري وژل شوي دي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.