ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګيلاني:  د امنيتي سند ژر لاسليک د هېواد په ګټه دى

ګيلاني: د امنيتي سند ژر لاسليک د هېواد په ګټه دى

author avatar
17 Dec 2013 - 11:48
ګيلاني:  د امنيتي سند ژر لاسليک د هېواد په ګټه دى
author avatar
17 Dec 2013 - 11:48

کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): پخوانى جهادي او د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني له امريکا سره امنيتي سند د هېواد په ګټه بولي او له حکومت څخه غواړي ،چې ژر تر ژره يې لاسليک کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٦مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، لويې مشورتي جرګې ، چې دى يې هم ګډونوال و، د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند تاييد کړ ى دى.

پر امنيتي سند د کابل او واشنګټن تر منځ له تېر يو کال راهيسې خبرې روانې وې او امريکا ټينګار کاوه، چې دغه سند بايد د ٢٠١٣ کال تر پاى ته رسېدو مخکې لاسليک شي.

د روان لمريز کال د ليندۍ په ٣مه لويې مشورتي جرګې هم امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ، خو ولسمشر حامد کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ د سند د لاسليک لپاره امريکا ته ځينې شرطونه وړاندې کړل.

د عملياتو پر مهال د خلکو پر کورونو نه ننوتل، د رڼو ټاکنو ترسره کېدل او او د سولې په پروسه کې د عملي اقداماتو ترسره کول د ولسمشر کرزي درې شرطونه وو.

د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني وايي، چې په هېواد کې د سولې، امنيت او ارامۍ لپاره د امنيتي سند لاسليک کول مهم  دى.

هغه زياته کړه: ((هر کله چې سوله او امنيت وي، نو په هېواد کې ټاکنې هم ترسره کېږي، ځکه چې ټاکنې امنيت ته اړتيا لري. موږ د امنيت په راوستلو او د ټاکنو په ترسره کولو کې د ملګرو ملتونو ملاتړ او همکارۍ ته اړتيا لرو.))

پير ګيلاني امنيتي سند د هېواد په ګټه وباله او زياته يې کړه، چې له دې سره به په هېواد کې د پرديو د لاسوهنې مخه هم ونيول شي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانخيست.

له امنيتي سند سره د يو شمېر ګاونډيو هېوادونو د مخالفت په اړه د محاذ ملي ګوند مشر وويل، چې دا د هغوى شخصي دريـځ دى.

هغه زياته کړه: ((زموږ دريځ دا دى چې دا د افغانستان په ګټه دى او څومره چې ژر لاسليک شي بهتره ده.))

پير ګيلاني وويل، چې دوى له ګاونډيو هېوادونو سره د امنيت په فضا کې ښې اړيکې غواړي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې په هېواد کې دې د يوې جامع سولې رامنځته کېدو لپاره را مخکې شي او د سولې په پروسه کې دې ونډه واخلي.

ګيلاني له وسله والو مخالفينو سره پر نېغو خبرو اترو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې سعودي او ترکيه د اسلامي هېوادونو په توګه په دې پروسه کې رول لوبولى شي.

د محاذ ګوند مشر د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې د دوى ګوند کانديد نه دى وړاندې کړى او نه يې تر اوسه د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ کړى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ څېړنه کوو، کوم کانديد چې تر نورو ډېره وړتيا لرله او د محاذ ګوند له اصولو سره برابر وو، د هغه ملاتړ به کوو.))

د فساد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې يې وويل، چې په هېواد کې فساد شته دا يو ډول ناروغي ده، چې ډېرې درملنې ته اړتيا لري.

پير ګيلاني په هېواد کې د شته فساد لامل فقر، بې نظمي د سم نظام نشتوالى او قيمتي په ګوته کړه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.