ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې يو پوليس او درې ځانمرګي بريدګر  وژل شوي

په تورخم کې يو پوليس او درې ځانمرګي بريدګر وژل شوي

author avatar
18 Dec 2013 - 07:19
په تورخم کې يو پوليس او درې ځانمرګي بريدګر  وژل شوي
author avatar
18 Dec 2013 - 07:19

جلال اباد ( پژواک ۲۷ ليندۍ ۹۲)  په ننګرهار ولايت کې امنيتي مسوولين وايي ، چې د تورخم د سرحدي ښار ګوټي په ډله ييز بريد کې درې ځانمرګي بريدګر او يو پوليس وژل شوي او د ناټو ١٧ اکمالاتي موټر سوځېدلي دي.

يوې ډلې وسله والو طالبانو نن د ليندۍ په ٢٧مه، د سهار په شاوخوا پنځه نيمو بجو د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي کې ډله ييز بريد وکړ .

دغه بريد د تورخم دروازې  په دوه سوه مترۍ کې د بهرنيو ځواکونو داکمالاتي موټرو پر تم ځاى وشو .

په تورخم کې د پوليسو د عامه نظم ساتنې درستيزوال سمونمل حاجي اکبر شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا جګړه په څه کم اتو بجو ددرېيو بريدګرو په وژل کېدو سره پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې د عامه ساتنې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل دي، خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

شينوارى وايي ، د وسله والو په بريد کې ١٧ ټېلر ، چې نور نظامي موټر په کې بار وو، سوځول شوي دي.

د موټرو له ياد تم ځاى څخه د اور لمبې او لوګي تر څلورو ساعتونو پورې پورته کېدل او تر غرمې مخکې له جلال اباد څخه د اطفايې له رارسېدو سره يې داور د مړه کولو  هڅې پيل کړې.

په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل ، بريد کوونکي چې د ملي پوليسو جامې يې اغوستې وې، له چاودېدونکو توکو ډک په يوه سراچه موټر کې راغلي وو.

سرچينې زياته کړه ، چې دوى له رسېدو سره سم د موټرو د تم ځاى پر ساتونکي پوليس يې ډزې وکړې او هغه يې ټپي کړ.

سرچينه زياتوي ،چې دوى له ځانه سره راوړي چسپکي ماينونه پر موټرو ولګول او ورته تر چاودنو وروسته يې جګړه پيل کړه.

دغې امنيتي سرچينې وويل، چې يو بريدګر له الوتکې وويشتل شو ، بل يې ځانته چاودنه ورکړه او درېيم يې په جګړه کې ووژل شو.

د ناټو د اکمالاتي موټرو د تم ځاى منشي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل ، چې سهار وخته دوى  بيده وو، چې ناڅاپه چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه : (( له چاودنې سره سم جګړه پيل شوه او زه له نورو ملګرو سره وتښتېدم.))

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر ياد بريد تاييدوي، خو وايي ، چې په دې بريد کې ددوى ځواکونو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سرچينې پژواک اژانس ته وويل ، چې په ځوابي بريد کې درې بريد کوونکي وژل شوي دي.

ايساف وايي ، چې په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې نن سهار پنځه نيمې بجې د ننګرهار تورخم سيمه کې پر امريکايي مرکز او د اکمالاتي وسايطو په لوی تمځای ډله ييز ځانمرګي بريدونه پيل شوي دي. 

هغه وايي، چې په موټرو کې له مخکې د ځاى پرځاى شويو ماينونو له امله  چاودنې هم شوې دي.

مجاهد زياتوي، چې په دې بريدونو کې تر اوسه ګڼ شمېر امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي دغه راز ا دعا وکړه، چې په دې بريدونو کې تر ١٠٠ زيات اکمالاتي او پوځي موټر له منځه تللي دي.

د يادونې ده،چې درې ورځې مخکې هم په تورخم کې د ملي امنيت د مديريت پر ودانۍ ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې درې کارکوونکي ټپيان شوي وو.

تېر کال هم د ناټو د موټرو په تم ځاى کې د ورته بريد له امله ګڼ شمېر اکمالاتي موټر سوځېدلي وو.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.