کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې د امنيتي سند په اړه د کابل او واشنګټن په شخړه کې بې پلوه دي.
سرتاج عزيز دغه څرګندونې پرون په اسلام اباد کې د مشرانو جرګې په غوڼده کې د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې، چې د ګاونډي هېواد افغانستان سوله او ثبات د پاکستان د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او په همدې موخه لومړي وزير نوازشريف کابل او ډيلي ته سفرونه وکړل.
سرتاج عزيز ويلي، چې دوى په افغانستان کې له کومې ځانګړې ډلې سره اړيکې نه لري او په دغه هېواد کې د لاس نه وهنې پر تګلارې عمل کوي.
نوموړي د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي سند د لاسليک پر سر د رامنځته شوې شخړې په اړه وويل، چې هېواد يې په دې برخه کې بې پلوى دى.
هغه وايي، چې کابل ته د سفر پر مهال لومړي وزير نواز شريف ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړى، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن