فراه ( پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٢): سيمه ييز چارواکي وايي، چې په فراه ولايت کې يې دوه وسله وال طالبان او شپږ تنه له وسلوالو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نيولي دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد کارګر د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د خاکسفېد ولسوالۍ په درنج کلي افغان ګډون ځواکونو چاڼيز عمليات ترسره کړل.
د هغه په خبره، چې په دغو عملياتو کې د رستم په نوم د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان او د هغه زوى عبدالرحيم، چې هغه هم طالب دى، له دوه ميله کلاشينکوفونو سره نيول شوي دي.
سرچينې څرګنده کړه، چې په دغو عملياتو کې له وسله والو سره د تړاو په تور شپږ تنه نور هم نيول شوي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دولتي ځواکونو د خاک سفېد ولسوالۍ له درنج کلي اوه بزګر له ځان سره بيولي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن