ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د بدخشان د بيروچ کان عوايد د طالبانو جيبونو ته ځي”

” د بدخشان د بيروچ کان عوايد د طالبانو جيبونو ته ځي”

author avatar
21 Dec 2013 - 20:15
” د بدخشان د بيروچ کان عوايد د طالبانو جيبونو ته ځي”
author avatar
21 Dec 2013 - 20:15

فيض اباد (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): د بدخشان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د بيروچ يو کان د ځينو کسانو له لوري په خپلسري ډول ايستل کېږي او د دغو قېمتي ډبرو عايد د طالبانو جيبونو ته لوېږي.

بدخشان د هېواد په شمال ختيځ کې پروت غرنى ولايت دى، چې د قېمتي ډبرو په ځانګړي ډول د لعل، بيروچ او لاجوردو ډېرې زېرمې په کې موجودې دي.

دغه ولايت له چين، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري او د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د کانونو او زېرمو شمېر يې شاوخوا ١٦ ته رسېږي، چې ٣٥٠٠ تنه په کې کار کوي.

خو سيمه ييز چارواکي وايي، له ځينو وړو کانونو څخه اوس هم ناوړه ګټه پورته کېږي.

د بدخشان والي شاه ولى الله اديب وايي، په جرم ولسوالۍ کې د بيروچ کان له تېر يو کال څخه راپدېخوا د زورواکو له لوري، چې د دولت قوانينو ته احترام نه لري، ايستل کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: “زموږ د اطلاعاتي او کشفي سرچينو پر بنسټ، په ياد کان کې داسې کسان کار کوي، چې ځينې يې د طالبانو په ليکه کې دي او يا په کې برخه لري، چې عايد يې د طالبانو جيبونو ته ځي.”

د بدخشان والي زياته کړه، اوسمهال هم د جرم ولسوالۍ له ديو درې څخه بيروچ استخراج او پلورل کېږي او په هغو اړيکو کې، چې په دې اړوند يې له لاملينو سره نيول شوې، هغوى دې ته نه دي حاضر شوي، چې دغه قېمتي ډبرې په قانوني ډول استخراج کړي او لس سلنه برخه يې دولت ته ورکړي.

د هغه په وينا، د کانونو رياست د دې واک لري، چې د دغه کان تړون له يو چا سره وکړي، خو ځينې زورواکي دغه کار نه کوي او له دغه کار څخه سرغړونه کوي.

اديب وويل، څو ځلې يې امنيتي چارواکو ته لارښوونه کړې، خو له بده مرغه د هغوى کار هم کومه پايله نه درلوده. له کابل څخه يې د کانونو وزارت پلاوى هم غوښتى، ترڅو ياده موضوع وڅېړي او لاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د بدخشان والي د دې خبرو په څرګندولو سره، چې د لاجورد په کان او نورو کانونو کې کومې ستونزې نشته او په قانوني ډول ايستل کېږي، زياته يې کړه: “موږ هڅه کوو، چې د بيروچ کان قانوني کړو او ډاډمن اوسئ، چې هغه په دې حالت کې نه پرېږدو او که په هر ډول وي، قانوني کوو يې.”

بيروچ يو ډول قېمتي ډبرې دي، چې د بدخشان د والي په وينا، د لاجوردو په پرتله څو برابره لوړه بيه لري.

لاجورد هم تزئيني او قېمتي ډبرې دي، چې کوم تخنيکي استعمال نه لري او يواځې د ښکلا لپاره کارول کېږي.

د لاجوردو کان د کران و منجان ولسوالۍ په سرسنګ سيمه کې شتون لري او له تېرو پنځلسو کلونو راپدېخوا يې له يوې افغانۍ کمپنۍ سره تړون شوى او د همدې شرکت د ساتونکو له لوري يې امنيت نيول کېږي.

د بدخشان د کانونو مشر محمد اکبر انوري پژواک اژانس ته وويل، د کانونو وزارت د دوى رياست ته په حرفوي کان کې د کار کولو اجازه ورکړې او هغوى ډېرې لاسته راوړنې لري.

د هغه په وينا، د اشکاشم ولسوالۍ د لعلو کان او د بهارک ولسوالۍ اکامرون سُم کان هم قرارداد ته سپارل شوى او يا هم د تړون د ترسره کېدو په حال کې دي.

انوري زياته کړه، د سرو زرو د کان تړون هم له يوې ترکۍ کمپنۍ سره شوى، خو کار يې تر دې مهاله نه دى پيل شوى، ځکه ٢٠١٤زېږديز کال يو لوى خنډ دى او ډېرى پانګه وال تړونونو ته زړه نه ښه کوي او له دې څخه په ډار کې دي، خو د امنيتي سند له لاسليکولو سره پانګه وال بيا دې کار ته خپله علاقه ښيي او د کانونو د تړونونو له تړلو سره د دولت عايداتي سرچينې هم لوړېږي.

د سرو زرو کان د بدخشان د کوهستان په ريشوي او د راغستان په بيکادر کې شتون لري او هلته د کوارټز او سرو زرو څلور رګونه شته، چې په هر ټن کاني موادو کې يې له يو څخه تر ٨٥ ګرامه پورې سره زر ترلاسه کېدى شي.

سره زر د کوکچې سيند په څنډو کې يوه لويه سيمه په خپله لمن کې رانغاړي، چې په هر متر مکعب ريګ کې په منځني ډول ٣٩٤ ملي ګرامه سره زر محاسبه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن له طبيعي زېرمو او کانونو څخه د څار شبکې، په خپلسري ډول د کانونو له استخراج  او قاچاق څخه يې د مخنيوي او د عاملينو د محکمې کولو غوښتنه وکړه.

د يادې شبکې يوه غړي جاوېد نوراني، په کابل کې په يوې خبري ناسته کې وويل، چې قېمتي او نيمه قېمتي کاڼي د هېواد په ډېرو ولايتونو کې په غيرقانوني ډول ايستل کېږي او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

هغه د هغو ١٤٠٠ کسانو د محاکمې او د نومونو د افشا کولو غوښتنه هم وکړه، چې څه موده وړاندې د يادې شبکې له لوري په خپلسري او غيرقانوني ډول د کانونو په ايستلو کې تورن شوي وو.

د هېواد د لومړي فصل د نهمې مادې پربنسټ، کانونه او نورې تر ځمکې لاندې زېرمې او لرغوني اثار د دولت ملکيت دي، چې د دولت د ملکيتونو ساتنه او اداره او له طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو څخه د سمې استفادې ډول يې د قانون له لارې تنظيمېږي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.