ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر لومړي مرستيال د ملي يووالي پر ساتلو ټينګار وکړ

د ولسمشر لومړي مرستيال د ملي يووالي پر ساتلو ټينګار وکړ

author avatar
21 Dec 2013 - 15:13
د ولسمشر لومړي مرستيال د ملي يووالي پر ساتلو ټينګار وکړ
author avatar
21 Dec 2013 - 15:13

 کابل (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): د ولسمشر لومړي مرستيال، ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستو په موخه د کانديدو چارواکو د ور پېژندلو تر څنګ،د افغانانو تر منځ پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

دين محمد مبارز راشدي له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير، انجنير ضرار احمد عثماني د بهرنيو چارو وزير، محمد عارف نورزى د اوبو او انرژۍ وزير، شاکر کارګر د سوداګرۍ او صنايعو وزير، محمد اکبر بارکزى د کانونو او پټروليم وزير او پوهندوى دين محمد ګران او عبدالقادر عدالت خوا د سترې محکمې د عالي شورا د کانديدانو په توګه، ولسي جرګې ته د جمهوري رياست د لومړي مرستيال له لوري د باور رايې د اخيستو لپاره ور وپېژندل شول.

هغه وويل، د هېواد د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ١١ فقرې له مخې، دغه پنځه کانديدان د ولسمشر له لوري د باور رايې اخيستو لپاره د هغو کسانو پر ځاى در پېژندل کېږي، چې له دې وړاندې يې استعفاوې ورکړې دي.

له دې وړاندې راشدي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال په توګه، عثماني د پروان والي، کورنيو چارو وزير او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير، نورزي د سرحدونو او قبايلو چارو وزير، په تېره دوره کې د ولسي جرګې د غړي او د ولسمشر د سلاکار، کارګر د اوبو او برېښنا وزير، په تېره دوره کې د ولسي جرګې د غړي او په اذربايجان کې د سفير او بارکزي د اوبو او برېښنا وزارت د مرستيال، د کانونو وزرات د مرستيال او د بغلان د والي په توګه دندې تر سره کړې دي.

دغه راز دين محمد ګران د ښوونې او روزنې وزرات د مرستيال او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د استاد او عدالتخوا د عدليې وزارت د مرستيال او د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کمېسيون د غړي په توګه دندې تر سه کړې دي.

فهيم د افغانانو تر منځ پر ملي يووالي ټينګار وکړ او ويې ويل: ” په دې پوهېږم، چې د هېواد معرفى پنچ وزيرپارلمان د دغه هېواد د خلکو تر منځ ملي يووالي ته ډېره پاملرنه کوي.”

نوموړي زياته کړه: ” بايد اجازه ورنکړو، چې د افغانانو دښمنان د تعصبونو له مخې، زموږ د خلکو معنوي اړيکې له منځه يوسي.”

نوموړى وايي، که د دولت د درېيو قواوو تر منځ همغږي موجوده وي، نو ټولې چارې به په ښه توګه تر سره شي.

خو نوموړي څرګنده کړه، چې اوسمهال افغانستان په حساسو شرايطو کې شتون لري او په ټولو چارو کې وړوکې تېروتنه هم افغانستان د بحران لوري ته کشولى شي.

فهيم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته هم، چې د ١٣٩٢ کال د وري په ١٦ مه به تر سره شي، اشاره وکړه او ويې ويل، چې دغه ټاکنې د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر اهميت لري، ځکه د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره د هېواد د راتلونکي برخليک ټاکل کېږي.

نوموړي وويل، د افغانستان خلک مسوول دي، تر څو له راتلونکو ټاکنو ملاتړ او ګډون پکې وکړي.

د ولسمشر مرستيال وويل، د هېواد امنيتي ځواکونه د خپلو مسووليتونو له مخې بايد د راتلونکو ټاکنو امنيت ټينګ کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.