شبرغان (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): د وسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره يو ځاى د جوزجان ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کې، ووژل شو.
د قوش تپې ولسوال امين الله وايي، دغه قوماندان ملا نقيب الله نومېده او تېره شپه په خانقا کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې باندې د يوه بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه يو ساعته نښته کې دوه نور طالبان هم وژل شوي او پوليسو ته پکې کوم زيان نه دى اوښتى.
ولسوال زياته کړه، چې ملا نقيب الله پر دولتي ځواکونو باندې په بريدونو او له دې ډلې د يوه پلار او زوى په وژنې کې هم لاس درلود.
امين الله وويل، ياد پلار او زوى يو د دولت مامور او بل يې د سيمه ييزو پوليسو غړى و، چې دوه مياشتې وړاندې د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه د وسله والو طالبانو له لوري ووژل شول.
د سيمې يوه اوسېدونکي نور الله وويل، امنيتي ځواکونو نن د قوماندان نقيب الله مړى له نورو دو کسانو سره يو ځاى سپين ږيرو ته وسپاره ، تر څو يې خپلوانو ته وروسپاري.
هغه وويل، ملا نقيب الله په قوش تپه کې د پنځوس کسيزې ډلې مشر و او له خلکو به يې عشر هم اخيست.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په قوش تپه ولسوالۍ کې يې له اربکيانو سره نښته کړې او په ترڅ کې يې څلور اربکيان او دوه طالبان ټپيان شوي او دغه راز يو موټرسايکل هم د طالبانو لاس ته غورځېدلى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن