ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مارشال فهيم ساتونکو د مشرانو جرګې د منشي سلاکار وهلى

د مارشال فهيم ساتونکو د مشرانو جرګې د منشي سلاکار وهلى

author avatar
22 Dec 2013 - 15:35
د مارشال فهيم ساتونکو د مشرانو جرګې د منشي سلاکار وهلى
author avatar
22 Dec 2013 - 15:35

کابل (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم ساتونکو تېره ورځ د دې جرګې د منشي سلاکار وهلى دى.

د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پرون د پنځو کانديدوزيرانو او د سترې محکمې د عالي شورا د دوو کانديد غړو د معرفي کولو په موخه ولسي جرګې ته ورغلى و.

د مشرانو جرګې منشي سيدفرخ شاه جناب نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې تېره ورځ د ملي شورا په عمومي دروازه کې د فهيم ساتونکو شورا ته ننوتونکي کسان تلاشي کول.

هغه وايي: ((زما سلاکار خليل شنکر، چې يو پوه او فرهنګي هلک دى، د ملي شورا په دروازه کې د فهيم ساتونکي ترې د کارت پوښتنه کړې هغه خپل د هويت کارت هم ورښوولى خو د فهيم ساتونکو ورته ويلي، چې د ننوتلو اجازه نه لري، هغه ورته ويلي، چې زه د دغه ځاى کارمند يم ما ته اجازه راکړئ، د فهيم ساتونکي سره د دې چې اجازه يې نه ده ورکړې ډېر زيات يې ډبولى، چې حتى خوله او پزه يې ورته مات کړي دي.))

هغه وايي، چې د مارشال فهيم ساتونکو په دغه کار سره ملي شورا ته سپکاوى کړى دى.

هغه د جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، چې دغه موضوع جدي تعقيب کړي او هغه کسان، چې ياد سلاکار يې ډبولى، بايد څارنوالۍ ته معرفي شي.

په مشرانو جرګه کې د باميان استازي هدايت الله رهايي وويل، چې د مارشال فهيم ساتونکو د پارلماني اخلاقو خلاف تېره ورځ د مشرانو جرګې يو سلاکار ډبولى دى.

هغه زياته کړه: ((دا يو حقيقت دى، چې تېره ورځ د مارشال فهيم ساتونکو د مشرانو جرګې يو سلاکار ډبولى، پزه او خوله يې ورته ماته کړي دي.))

رهايي وايي، چې مارشال فهيم تېره ورځ په ډېره مستبدانه بڼه ملي شورا ته داخل شوى او د ولسي جرګې د تالار د پلټلو په موخه يې سپى هم له ځان سره راوړى و.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم تېره ورځ وويل، چې د فهيم تر ورتګ مخکې، د دې جرګې د غونډو تالار پر سپي وپلټل شو، چې دغه کار د افغانستان د ملت کور ته يو ستر سپکاوى دى.

خو د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم بيا وويل، چې د ولسي جرګې د غونډو تالار د ده د امنيتي کسانو له خوا نه، بلکې د امنيتي ارګانونو له خوا پلټل شوى دى.

د مشرانو جرګې غړى رهايي وايي، چې څو ځلې ولسمشر حامد کرزى ملي شورا ته ورغلى خو مشرانو او يا ولسي جرګه يې پر سپيو نه ده پلټلي.

په ياده جرګه کې د نورستان استازى حافظ عبدالقيوم هم وايي، چې تېره ورځ د مارشال ساتونکو د مشرانو جرګې له سلاکار سره نا مناسب چلند کړى دى.

حافظ له مارشال فهيم څخه غوښتنه وکړه، چې خپل هغه ساتونکي څارنوالۍ ته معرفي کړي، چې تېره ورځ يې د مشرانو جرګې سلاکار ډبولى دى.

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم د مارشال فهيم د ساتونکو له خوا د سلاکار ډبول د ملي شورا لپاره سپکاوى وباله او د جرګې له اداري پلاوي يې غوښتنه وکړه، چې ياده موضوع جدي تعقيب کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د يادې موضوع په اړه يواځې دومره وويل: ((ډېر خواشيني يو، چې په افغانستان کې سليقوي چلند کېږي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.