ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان لارې خلاصېدو د خلکو د ژوند چارې اسانه کړې

د نورستان لارې خلاصېدو د خلکو د ژوند چارې اسانه کړې

author avatar
22 Dec 2013 - 12:47
د نورستان لارې خلاصېدو د خلکو د ژوند چارې اسانه کړې
author avatar
22 Dec 2013 - 12:47

اسعداباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د کونړ چارواکي وايي چې تر عملياتو وروسته يې په چپې درې ولسوالۍ کې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى کړې او د بيارغونې ځيني کارونه يې هم په پام کې نيولي دي.

د کونړ له چپې درې د نورستان تر واما پورې لويه لاره له تېرو پنځو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو له خوا بنده شوې وه، دولتي مامورين، ځواکونه او عامو وګړو پرې تګ راتګ نه شواى کولى.

درې مياشتې مخکې دولتي ځواکو د توپان په نوم د يو لړ پراخو عملياتو په ترڅ کې له ماڼوګي ولسوالۍ د چپې درې تر ګوسلک سيمې پورې لاره چې ٢٢ کيلومتره کېده، خلاصه کړه.

تېره اونۍ ملي ځواکونو د دغو عملياتو په دويم پړاو کې د چپې درې له کونډۍ سيمې بيا تر ګوسلک او له دغه ځاى د مرکزي نورستان تر واما ولسوالۍ پورې لاره له وسله والو مخالفينو پاکه کړه.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې پخوا د دې لارې په اوږدو کې وسله والو مخالفينو په رڼا ورځ موټر درول، خلک يې تلاشي کول او بيا يې ورته ستونزې هم پيدا کولې.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل ياد عمليات بريالي بولي او زياتوي چې تر عملياتو وروستو يې د لارې په اوږدو کې د عامه نظم ګڼې پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.

هغه زياته کړه، چې اوس دولتي مامورين عام وګړي او هر څوک کولای شي چې په ډاډه زړه پر ياده لويه لاره مرکزي نورستان ته سفر وکړي.

د امنيه قوماندان په وينا، تر هغه وخته به د عامه نظم د پوليسو پوستې به په دې لاره کې ځاى پر ځاى وي، څو په دې سيمه کې د دولت وسله وال مخالفين شتون ولري.

سيدخېل زياته کړه، چې د دې سيمې او لويې لارې د لا ښه امنيت په موخه به په چپه دره ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو يوه لويه قرارګاه جوړه کړي.

د کونړ امنيه قوماندان وويل، چې اوس هم ملي ځواکونه په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر ضد خپلو چاڼيزو عملياتو ته ادامه ورکوي او دا سيمه به له هغوى په بشپړه توګه پاکوي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې لوا د عامه اړيکو کمېسيون جګړن شېرين اغا پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي اردو ځواکونه اوس تر پخوا ډېر ښه روزل شوي، مجهز شوي او پر عصري وسلو سمبال دي.

ده زياته کړه، چې د دوى د قول اردو د انجنيرۍ کنډک سرتېري اوس په چپه دره ولسوالۍ کې د هغو ماينونو پر شنډولو بوخت دي، چې د وسله والو له خوا د يادې لويې لارې په اوږدو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

نوموړى وايي، چې تر اوسه يې لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړي او لا هم په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله د ملي ځواکونو ستاينه وکړه، چې د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته يې په چپه دره ولسوالۍ کې بريالي عمليات ترسره کړل.

هغه زياته کړه، چې ياده سيمه له څو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو تر محاصرې لاندې وه او په کې د بيارغونې هېڅ کار نه دى شوى.

والي وايي: ((موږ په پلان کې لرو، چې په چپه دره ولسوالۍ کې د بيارغونې بېلابېل کارونه پيل او د خلکو ستونزې هوارې کړو.))

جلاله وويل، چې تر ټولو مخکې دوى د ماڼوګي او چپې درې ولسواليو تر منځ د يوه لوى سړک جوړول په پلان کې لري چې ډېر ژر به يې کارونه پيل شي.

د کونړ والي زياتوي، چې د عملياتو پر مهال د چپې درې ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي خلکو له ملي ځواکونو سره ډېره همکاري کړې ده اوس به دولت هڅه وکړي چې د دوى لومړنۍ ستونزې هوارې کړي.

د چپې درې يوه قومي مشر حاجي سخي پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو شپږو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې هېڅ کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه، چې تر ټولو مخکې بايد دولت د دوى سړک پوخ او بيا دې ښوونځيو او کلينيکونو ته ودانۍ جوړې کړي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستانی هم وايي، چې له اسعداباد څخه تر پارون پورې لويه لاره له وسله والو طالبانو پاکه شوې او اوس خلک په ازاده توګه تګ راتګ کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې له ماڼوګي د چپې درې تر ترنک سيمې پورې د کونړ ولايت اړوند امنيتي پوستې فعالې شوې او له دې ځاى د نورستان تر مرکز پارون پورې امنيتي پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

د نوموړي په وينا، اوس په نورستان ولايت کې مېشتو ځواکونو او دولتي ادارو ته په اسانه اکمالات کېږي.

د کونړ ولايت يو اوسېدونکى حريت چې په نورستان کې دولتي دنده لري وايي، چې پخوا په مياشتو مياشتو کې په پارون کې پراته وو او کور ته نه شو تللى.

هغه د لارې په خلاصېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، چې دوى په په هره مياشت کې خپل کور ته تګ راتګ وکړي.

ده زياته کړه: ((پخوا به موږ دوه درې ورځې پلى مزل وکړ او د بدخشان له لارې به مو کونړ ولايت ته تګ راتګ کاوه.))

د نورستان د مرکز پارون د پشکي کلي يوه اوسېدونکي نصير چې په مرکز کې دوکان لري، وايي چې د لارې بندېدو له امله به د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوې او عام وګړي يې د پېر وس نه لرله.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د لارې خلاصېدو لويه ګټه دا ده، چې اکمالات به پر وخت کېږي چې له امله به يې د خوراکي توکو بيې هم ټيټې شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.