ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: ملا برادر ته مو کوم مسووليت نه دى سپارلى

طالبان: ملا برادر ته مو کوم مسووليت نه دى سپارلى

author avatar
22 Dec 2013 - 18:42
طالبان: ملا برادر ته مو کوم مسووليت نه دى سپارلى
author avatar
22 Dec 2013 - 18:42

کابل (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): وسله وال طالبان هغه راپورونه ردوي، چې ګواکې د دوى مشرتابه ملابرادر ته دنده سپارلې، چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو بهير مخته يوسي.

په دې وروستيو کې ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړل، چې وسله والو طالبانو، ملا برادر ګومارلى، ترڅو د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

طالبانو د اعلاميې په خپرلو سره دا ډول راپورنه اوازې بللي، چې ددوى په وينا، حقيقت نه لري.

طالبان وايي ، چې ملا بردار، په پاکستان کې د حکومت په بند کى دى او هغه ته د طالبانو د مشرتابه له خوا له هېچا سره د خبرو او یا د کومې پروسې د پرمخ بيولو مسوولیت نه دی ورکړل شوى.

ددوى په وينا، دا ډول راپورونه تهيه شوي، دا ټولې هڅې جعلي دي، چې هېڅ اعتبار او حقيقت نه لري.

 طالبان وايي ، چې له نورو جهتونو سره د ضرورت په وخت کې تماس نیول د طالبانو د سیاسي کمېسیون دنده ده.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې د ملابرادر روغتيايي وضعيت ته په کتو، هغه له بنده خوشې کړي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د تېرې مياشتې (ليندۍ) په لومړيو کې د افغانستان د سولې عالي شورا يوه پلاوي اسلام اباد ته په سفر کې له ملا برادر سره د ډېرې لنډې مودې لپاره کتلي وو.

د طالبانو د رهبرۍ مرستيال ملا عبدالغني برادر درې کاله وړاندې په پاکستان کې ونيول شو او د افغان حکومت له څو ځلې غوښتنو وروسته شاوخوا دوه مياشتې مخکې خوشې شو.

د تلې مياشتې په لومړيو کې، په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز ويلي وو، چې حکومت يې ملا عبدالغني برادر خوشې کړى، خو د پاکستان د امنيتي ادارو تر څارنې لاندې دى.

تر اوسه د ملا برادر د ځاى ځايګي په اړه کره معلومات نشته.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.