فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): د فراه سيمه ييز چارواکي وايي، چې طالبانو د کليو پراختيا پروژې درې کار کوونکي تښتولي دي.
د فراه ولايت د پشت رود ولسوال غوث الدين نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد درې کار کوونکي پرون هغه مهال د طالبانو له لوري وتښتول شول، چې د دې ولسوالۍ په دوکن کلي کې د يوه پولګوټي پر جوړولو بوخت وو.
ولسوال که څه هم په دغه ولايت کې له پرون ورځې راهيسې د يادو درېيو کسانو د ازادولو په موخه د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو خبر ورکوي، خو اندېښنه څرګندوي، چې تر دې مهاله د هغوى برخليک نه دى معلوم.
په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ د دوکن کلي يوه اوسېدونکي تراجمير، چې ورور او دوه د تره زامن يې د طالبانو له لوري تښتول شوي، له سيمه ييزو چارواکو او د دغه ولايت له خلکو وغوښتل تر څو د يادو درېيو کار کوونکو په خوشې کولو کې هڅه وکړي او زياته يې کړه: “ورور او دوه د تره زامن مې د کليو پراختيا پروژې عادي کار کوونکي وو، چې پولګوټى يې جوړاوه او خير يې زموږ د کلي سلګونو کورنيو ته رسېږي.”
د کليو پراختيا په پروژو کې د پلونو او پولګوټو جوړول، د لمريزې برېښنا او د پاکو اوبو د چمتو کولو پروژې شاملې دي.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن