ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اهل هنودو د هېواد د پرېښودو ګواښ وکړ

اهل هنودو د هېواد د پرېښودو ګواښ وکړ

author avatar
24 Dec 2013 - 17:01
اهل هنودو د هېواد د پرېښودو ګواښ وکړ
author avatar
24 Dec 2013 - 17:01

 کابل(پژواک، ٣ مرغومى ٩٢): د اهل هند  او سيکانو شورا په ولسي جرګه کې د اهل هندو څوکۍ ردېدل ناعادلانه وبلل او ګواښ يې وکړ،  که چېرته څوکۍ ورنه کړل شي، نو افغانستان به پرېږدي.

ولسمشر حامدکرزي د روان کال په وږي مياشت کې د ملي شورا د رخصتيو پرمهال داسې تقنيني فرمان صادر کړ، چې له مخې يې په ولسي جرګه کې اهل هندو او سيکانو ته يوه څوکۍ ځانګړې کېږي.

تېره اونۍ د ولسي جرګې له ١٨ دايمي کمېسيونونو څخه يې ١٣ کمېسيونونو د ولسمشر کرزي فرمان رد کړ.

 خو په همدې ترتيب اهل هندو او سيکانو د ولسمشر کرزي د فرمان ردېدل يو ښکاره تبعيض وباله ، په ولسي جرګه کې يې د يوې څوکۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې بايد دوى هم په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ ولري، څو وکولى شي خپلې ستونزې د يوه استازي په درلودو حل کړي.

اوسمهال دوى ګواښ کړى ، چې که په ولسي جرګه کې ورته څوکۍ ځانګړې نه شي،  نو بل هېواد ته به ولاړ شي.

د اهل هندو او سيکانو د سرتاسري شورا رييس اوتار سنګ، نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل:(( دې ته اړتيا ده چې د ولسي جرګې يوه څوکۍ په موږ پورې اړه ولري، که داسې ونه شي، نو موږ به افغانستان پرېږدو او يوه بل هېواد ته به پناه يوسو.))

 نوموړي په دې خبري غونډه کې، چې د مدني ټولنې د بنسټونو ، هندو او سيک وګړو له خوا د “د هندو او سيک وګړو استازولۍ حق په را ګرځولو سره، عملا دهغوى پر وړاندې تبعيض پاى ته ورسوئ” جوړه شوې وه، ادعا وکړه چې وکيلانو له دوى سره د شته تعصب له مخې د ولسمشر فرمان رد او ورسره يې مخالفت وکړ.

اوتار سنګ زياته کړه چې اوسهال په ولسي جرګه کې وکيلانو ته ٢٤٩ څوکۍ په نظر کې نيول شوي، که چېرته يوه څوکۍ هندوانو ته ځانګړې شي، د وکيلانو شمېر به ٢٥٠ او د هېڅ ولايت ونډه به نه کمېږي.

د هندوانو اوسيکانو د سراسري شورا رييس وويل، چې هېڅ وکيل د اهل هندو له حق او حقونو څخه دفاع نه کوي، اړينه ده چې خپله په ولسي جرګه کې يو استازى ولري، څو ستونزې يې د چارواکو غوږونو ته ورسول شي.

 هغه زياته کړه، چې دوى هم د افغانستان تر بيرغ لاندې ژوند کوي، بايد د نورو افرادو غوندې په هېواد کې ژوند وکړي او له خپلو حقه حقونو څخه برخمن شي.

 د مدني ټولنې يوې فعالې او د افغان ماشومانو او ښځو څخه د ملاتړ او پراختيا موسسې رييسې زهرا سپهر هم  په ولسي جرګه کې د اهل هندو او سيکانو د څوکۍ ردېدل تعصب وباله او ويې ويل ، چې وکيلانو بايد له اهل هندو سره دا ډول چلند نه واى کړى، دوى هم افغانان دي او د ټولنې د نورو افرادو  غوندې  ددې هېواد د وګړو له حقونو څخه برخمن دي.

د اهل هندو او سيکانو د سراسري شورا په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې ، چې ستره محکمه د قانون ساتنې مسووليت پر غاړه لري ، بايد دهغو قوانينو پر وړاندې ودرېږي، چې د اساسي قانون خلاف د ملي شورا له خوا تصويبېږي او د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه چې له اساسي قانون  څخه ښکاره سرغړونه ده، لغوه کړي.

په پرېکړه ليک کې راغلي ، چې دولت دې د هندوانو او سيکانو پر وړاندې د تبعيض مخينوي لپاره جدي اقدامات وکړي او د اهل هندو لپاره  دې زمينه مساعده کړي، چې ملکيتونو، غصب شوو املاکو، روزنې، ازادۍ، او مذهبي مراسمو ته لاسرسى ولري.

 په پرېکړه ليک کې د ملي شورا په ځانګړي ډول له مشرانو جرګې څخه غوښتل شوي، چې د اهل هندو او سيکانو تر پښو لاندې شوي حقوق دې بېرته اعاده او  په نظر کې نيول شوې ونډه دې د ټاکنو په قانون کې په ډاګه شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې نن مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې  اهل هنودو او سيکانو ته د يوې څوکۍ د  ورکړې په اړه د ولسمشر کرزي فرمان تاييد کړ او ويې ويل چې څوکۍ دې ځکه ورکړل شي، چې دوى په بېلابېلو ولايتونو کې ژوند کوي او نه شي کولى له يوه ولايت نه دومره رايې تر لاسه کړي، چې پر بنسټ يې ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي.

 د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار د تېرې اونۍ په ناسته کې ويلي و ، چې دا فرمان د مشرانو جرګې تاييد ته را استول کېږي، ممکن د مشرانو جرګې له تصميم وروسته  د دواړو مجلسونو ګډې کمېټې ته ولاړ شي.

دا مصوبه ولسي جرګې ته هغه مهال حواله کېږي، چې د مشرانو جرګې له خوا رد شي.

اهل هنود او سيکان په مشرانو جرګه کې يو استازى لري، چې ددې جرګې غړيتوب په انتصابي ډول تر لاسه کوي.

په مشرانو جرګه کې ددوى يواځينۍ استازې انارکلي هنريار وايي ، چې په ټوله کې ٧ زره  تنه اهل هنود او سيکان د افغانستان تابعيت لري، چې له دې ډلې يې نږدې ٥ زره تنه په افغانستان او نور يې په بهرنيو هېوادونو کې ژوند کوي.

 په هېواد کې نږدې درې زره سکهـ پيروان او اهل هنود ، چې له دې ډلې  يې يواځې نږدې ٣٥ کورنۍ په کابل کې دي، ژوند کوي.

دوى تر دې وړاندې په بېلابېلو ولايتونو لکه کابل، غزني، هلمند، کندهار، کندوز، خوست او نورو ولايتونو کې ژوند درلود، خو د جګړو پرمهال يې شتمنو هغو هېواد پرېښود او زر تنه يې په ١٣٨٠ لسيزه کې د بېلابېلو ستونزو په سبب هندوستان ته ولاړل.

خو ددوى بې وزله طبقه لا هم په هېواد کې پاتې ده او د ډېرو کسب و کار يې سوداګري، رخت پلورنه، يوناني طبابت او دوکانداري ده.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.