ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار ښاروالۍ عوايد ٤٠ سلنه زيات شوي

د مزار ښاروالۍ عوايد ٤٠ سلنه زيات شوي

author avatar
24 Dec 2013 - 15:00
د مزار ښاروالۍ عوايد ٤٠ سلنه زيات شوي
author avatar
24 Dec 2013 - 15:00

مزارشريف ( پژواک ٣ مرغومى ٩٢ ) : د بلخ ولايت د مرکز  مزارشريف ښاروالۍ عوايد د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوي؛ خو د روان کال بوديجه يې يواځې ۶۰ سلنه لګولې ده.

د مزارشريف ښار په ښاروالۍ کې د مرغومي په ۳مه، د ښاروالۍ مشورتي او د حساب ورکولو کلنۍ غونډه وشوه، چې د دغه ښار د بېلابېلو ناحيو مشرانو پکې برخه اخيستې وه.

ښاروال محمد يونس مقيم وويل، چې د تېر کال په پرتله د مزارشريف ښاروالۍ عوايد ۴۰ سلنه لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې تېرکال د دغې ښاروالۍ عوايد شاوخوا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ و، خو سږکال تر دې مهال له ۴۰۰ ميليونه افغانيو څخه اوښتي دي.

مقيم وويل، چې دعوايدو د ډېرېدوتر ټولوسترلامل دښاروالۍ د کارکونکو منظم کاردی.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې به له فابريکو او هټيو څخه په منظمه توګه ماليه نه راټولېده؛ خو په روان کال کې يې دښار له ټولو فابريکو اوهټيو څخه په سمه او منظمه توګه ماليه ټوله کړې ده.

همداراز د ښاروالۍ  ملکيتونه، چې په کرايه ورکول کېدل،په روان کال کې په لوړه کرايه ورکول شول،چې دعوايد دډېرېدولامل شول.

د هغه په وينا، د ښاروالۍ د ترلاسه شويو عوايد ډېره برخه بېرته د مزارشريف ښار پر بيا رغونه لګول کېږي.

مقيم وويل،چې شل کيلومتره سړکونه قير کړای شوي، ځينې پارکونه جوړ او رغول شوي او د سړک د څنډو لارې جوړې شوې دي.

همداراز د ښار په ځينو برخوکې بې حسابه نيالګي ايښودل شوي او د ښار د پاکوالي په موخه ځای ځای کثافات دانۍ ايښودل شوې دي.

خو ښاروال مقيم وويل، چې په روان کال کې يې له ۶۰ سلنې څخه ډېره بوديجه لګولې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ځينو پروژو د نه بشپړاوي له امله د دوی بوديجه په پوره توګه ونه لګول شوه؛ خو بيا يې هم د تېرو کلونو په پرتله ډېره بوديجه لګولې ده.

خو د مزارشريف د ځينو څنډو  اوسېدونکي د ښاروالۍ له ځينو چارو خوښ نه دي.

د مزار ښار د دشت شور سيمې اوسېدونکي ذبيح الله مرادي پژواک ته وويل، چې ښاروالي د ښار له شمال خوا سره د مور مېرۍ سلوک کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د ښار د نورو ټولو خواوو  سړکونه په پوره توګه قير کړای شوي ؛ خو د ښار شمال لوري ته عمومي سړک يواځې دوه کيلومتره قير کړای شوی او نور پاتې ده.

مرادي وويل: (( د ښار جنوب لور ته سړک تر دښتو قير کړای شوی، چې د خلکو تګ راتګ هم پرې خورا کم دی؛ خو د ښار شمال لور ته، چې د ښار ډېره برخه پرې مشتمله ده، د خلکو تګ راتګ پرې ډېر دی، يواځې دوه کيلومتره سړک قير دی او خلک لس ۶ کيلومترو پورې ژوند کوي.))

نوموړي له ښاروالۍ څخه د ښار د شمال لوري د عمومي سړک د قير کولو جدي غوښتنه وکړه.

خو ښاروال مقيم وويل، چې دوی يواځې د ښار د هغو خواوو سړکونه قير کوي، چې د ښاروالۍ په ماسټر پلان کې شامل وي.

نوموړي زياته کړه، چې د ښار شمال لورته د دشت شور سيمه که څه هم ښار ته له ټولو نږدې سيمه ده، خو لا هم د ښار په ماسټر پلان کې شامله نه ده؛ نو ځکه يې په رسمي توګه دوی چارې په پوره توګه نه شي تر سره کولی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.