ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې غالۍ اوبدونکې نجلۍ مړى وموندل شو

د يوې غالۍ اوبدونکې نجلۍ مړى وموندل شو

author avatar
24 Dec 2013 - 12:59
د يوې غالۍ اوبدونکې نجلۍ مړى وموندل شو
author avatar
24 Dec 2013 - 12:59

شبرغان (پژواک ٣ مرغومى ٩٢): په جوزجان ولايت کې د يوې ځوانې نجلۍ له موندل شوي مړي سره په روان کال کې په دغه ولايت کې د نجونو او ښځو د ځان وژنو او قتل پېښې ٢٤ ته ورسېدې  او په دې اړه د بشري حقونو سازمان اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

پوليس وايي، چې دې ١٨ کلنې نجلۍ په مرديان ولسولاۍ کې ځان وژنه کړې ده.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف امر څارمن عبداللطيف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې نجلۍ د پلار د څرګندونو له مخې يې لور تېره ورځ په کور کې د غالۍ اوبدنې پر مهال د خستګۍ احساس کاوه او ويل يې چې زړه يې تنګ دى او نه غواړي چې نور غالۍ و اوبي.

د نجلۍ پلار پوليسو ته ويلي، چې اوغل اوردي په ٢٤ ساعتونو کې ١٤ ساعته په غالۍ اوبدنه بوخته وه او له همدې امله ورته رواني ناروغي پيدا شوې وه چې بالاخره خپلې خونې ته تللې او ځان يې د غالۍ پر تار را ځوړند کړى دى.

غالۍ اوبدنه په جوزجان ولايت کې يو لرغونى صنعت دى چې تر ډېره په کې ښځې او نجونې بوختې دي.

د قوش تپې ولسوالۍ روغتون يو ډاکتر چې د نجلۍ مړۍ نن ور وړل شوى، وويل چې د نجلۍ په ستوڼي کې د زندۍ نښې ليدل کېږي، خو تر اوسه يې په بدن د وهلو ډبولو او نورې نښې نه دي تر سترګو شوې.

په ورته وخت کې دغه وضعيت د بشري حقونو سازمان اندېښنې هم زيات کړې او د اوغل اوردي د مرګ په اړه يې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.

په جوزجان، فارياب او سرپل کې د بشري حقونو سازمان مسوول مغفرت صميمي  وايي، هېڅ هم نه دي حاضر چې پرته له کوم دليله ځان زندۍ کړي.

نوموړي کورنى تاوتريخوالى د ډېرو دا ډول پېښو د لامل په توګه ياد کړ او له امنيتي مسوولينو يې وغوښتل چې په دې برخه کې دې کره څېړنه وکړي او د اثبات په صورت کې دې له  عاملينو سره د قانون مطابق چلند وکړي.

د بشري حقونو چارواکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په روان کال کې په جوزجان ولايت کې په مرموز ډول د نجونو او مېرمنو د ځان وژنې او قتل ٢٤ پېښې په داسې حال کې ترسره کېږي چې تېر کال ټولې دا ډول پېښې له ٢٠ زياتې نه وې.

تېره اونۍ يوه ٢٠ کلنه مېرمنې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د زهري توکو په خوړولو سره ځان وژنه وکړه.

د پوليسو په وينا، د دې مېرمنې خاوند د يوه جنايي جرم له امله په زندان کې و، يور او خسر يې خپله ناوې چې له واده يې لا يو کال نه تېرېده، تل وهله ډبوله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.