کابل (پژواک ٣مرغومى٩٢):مشرانوجرګې د افغانستان او انګلستان تر منځ د افغان ملي اردو ځواکونو د روزنې هوکړه ليک او له ډنمارک او اندونيزيا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو سندونه تاييد کړل.
د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ياد شوي سندونه نن د دې جرګې عمومې غونډې ته وړاندې کړل.
د ياد کمېسيون غړې نجيبې حسيني وويل ، چې د افغانستان او اندونيزيا تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې به دواړه هېوادونه يو له بل سره د ښې حکومتولۍ، اقتصادي پياوړتيا، د امنيت ټينګښت، کډوالو او فرهنګي چارو په برخو کې مرستې کوي.
هغې وويل، چې د افغانستان او ډنمارک تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې به هم دواړه هېوادونه يو له بل سره د ښې حکومتولۍ، اقتصادي پياوړتيا، د امنيت ټينګښت ، فرهنګي او سياسي چارو په برخو کې همکارۍ کوي.
حسيني زياته کړه، چې له سياسي همکاريو څخه موخه يو د بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ، بلکې دواړه هېوادونه به يو بل ته په دې برخه کې مشورې ورکوي .
دغه راز د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون غړې حميرا نعمتي وويل، چې د افغانستان او انګلستان تر منځ د هوکړه ليک له مخې به انګلستان په افغانستان کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي .
هغې وويل ، چې د دې هوکړه ليک له مخې به د انګلستان ١٢١ روزونکي د کابل په نظامي اکاډمي کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي .
په ياده جرګه کې د نورستان استازي حضرت شاه نورستاني وويل : ((د دې روزونکو د قضايي صلاحيت مسئله هم بايد روښانه شي او دا هم بايد روښانه وي چې په کومه اکاډمۍ کې ، چې هغوى افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي د انګريزانو پوځي اډه بايد نه وي.))
خو د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون غړې حسيني وويل ، چې له يادې اکاډمۍ څخه هيڅ مهال د پوځي اډې په توګه انګلستان ګټه نه شي پورته کولى او هلته به يواځې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي .
د هغې په وينا، د يادو روزونکو د قضايي صلاحيت مسئله په راتلونکو نورو تړونونو کې واضح کيږي .
په پاى کې د جرګې اکثريت غړو د يادو سندونو د تصويب لپاره موافقه رايه ورکړه.
د افغانستان د اساسي قانون د ٩٠مې مادې له مخې، د دولتونو تر منځ د معاهداتو او نړيوالو ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو څخه دى.
افغانستان له دې مخکې د امريکا له متحدوايالتونو،فرانسې،اېټاليا،انګلستان،استراليا، المان او هندوستان سره هم د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن