ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د هندوانو او سيکانو د څوکۍ په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ

مشرانو جرګې د هندوانو او سيکانو د څوکۍ په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ

author avatar
24 Dec 2013 - 14:24
مشرانو جرګې د هندوانو او سيکانو د څوکۍ په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ
author avatar
24 Dec 2013 - 14:24

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٢): مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې هندوانو او سيکانو ته د يوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د تېرې ليندۍ مياشتې په ٢٣مه ياد فرمان د اساسي قانون له ٢٢ مې او ٨٣ مې مادو سره په ټکر کې بللى او رد کړى يې و.

 د اساسي قانون په ٢٢مه ماده کې راغلي چې د افغانستان د اتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري.

 دغه راز د دغه قانون په ٨٣مه ماده کې راغلي، چې د ولسي جرګې غړي د خلكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاکنو له لارې انتخابېږي.

ولسمشر حامد کرزي د وږي په ١٣مه د ملي شورا د رخصتۍ پر مهال تقنيني فرمان صادر کړ، چې له مخې يې په ولسي جرګه کې هندوانو او سيکانو ته يوه څوکۍ ورکول کېږي.

دغه راز د دغه فرمان له مخې به د پارلماني ټاکنو پر مهال ټول افغانستان د هندوانو او سيکانو لپاره يوه ټاکنيزه حوزه وي.

د اساسي قانون په ٧٩مه ماده کې راغلي، چې حکومت کولاى شي د ولسي جرګې د رخصتۍ په وخت کې له بودجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي.

په دې ماده کې راغلي، چې تقنيني فرمانونه بايد د ولسي جرګې د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې ملي شورا ته وړاندې شي او که د دې شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.

د مشرانو جرګې د تقنين کمېسيون مشر محى الدين منصف نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې هندوانو او سيکانو ته بايد په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ ځانکړې او د پارلماني ټاکنو پر مهال ورته ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه شي.

هغه وويل، دغه کار بايد ځکه وشي، چې هندوان او سيکان په بېلابېلو ولايتونو کې ژوند کوي او نه شي کولاى چې له يوه ولايته دومره رايې ترلاسه کړي، چې له مخې يې ولسي جرګې ته لار ومومي.

وروسته په دې اړه د مشرانو جرګې د غړو رايه واخستل شوه او په جرګه کې له حاضرو ٥٦ تنو ٤٩ يې په دې اړه د ولسمشر فرمان ته د تاييد رايه ورکړه.

د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، كه چېرې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړو لپاره د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمېر ګډ پلاوى ټاكل كېږي.

په دې ماده کې زياته شوې، چې د پلاوي پرېكړه د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي او كه ګډ پلاوى ونه شي كړاى د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى شمېرل كېږي.

دغه راز د دې مادې له مخې، كه چېرې تصويب د ولسي جرګې له خوا شوى وي، ولسي جرګه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي او دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذ ګڼل كېږي.

د يادونې ده، د روان کال د زمري مياشتې په نهمه د اهل هنودو او سيکانو شورا ګواښ کړى و، چې که په ولسي جرګه کې څوکۍ ورنه کړل شي، نو افغانستان به پرېږدي.

دې شورا د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي و، چې د ټاکنو د قانون په مسوده کې اهل هنودو او سيکانو ته په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ په نظر کې نيول شوې وه، خو د مشرانو او ولسي جرګو ګډ پلاوي د مسودې دغه ماده لرې کړه.

د ټاکنو قانون د ملي شورا له تاييد او تصويب وروسته، د روان کال د چنګاښ په ٢٩مه د ولسمشر له خوا توشېح شو.

دا مهال په ولسي جرګه کې هندو او سيک نشته، خو په مشرانو جرګه کې انارکلي هنريار د هندوانو او سيکانو استازيتوب کوي او هغه هم انتصابي ده .

د هنريار د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا د افغان هندوانو او سکانو شمېر شاوخوا ٧٠٠٠ تنو ته رسيږي او له دې ډلې شاوخوا ٥٠٠٠ يې په افغانستان کې ژوند کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.