ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ښځو له بڼه هديره جوړه شوې

په غزني کې د ښځو له بڼه هديره جوړه شوې

author avatar
24 Dec 2013 - 13:41
په غزني کې د ښځو له بڼه هديره جوړه شوې
author avatar
24 Dec 2013 - 13:41

غزني ښار (پژواک ٣ مرغومی ۹۲): د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ښار کې د ښځو لپاره په جوړ شوي ځانګړي باغ کې اوس مړي خښېږي.

د غزني د ښځو لپاره دغه يواځينى ځانګړى باغ دوه کاله مخکې له ښار څخه درې کيلومتره لرې د ګردېز پر لويه لاره د علي لالا په سيمه کې د نږدې نهه ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.

هغه مهال ځايي مسوولينو ويلي وو، چې د غزني ولايت مېرمنې به نه يواځې دغه باغ ته د ساعت تېرۍ لپاره راځي، بلکې د خپلو لاسي توکو لپاره به دلته نندارتونونه جوړوي او بازار به ورته پيدا کوي، خو اوس دغه باغ شاړ پروت دى او مړي په کې خښېږي.

د غزني ښار يوې اوسېدونکې شبانې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له جوړېدو را په دې خوا له دغه بڼه هېڅ ګټه نه ده اخيستل شوې.

هغې زياته کړه: ((له موږ سره ژمنه شوې چې د لاسي توکو لپاره به ورته په دې باغ کې بازار او نندراتونونه جوړوي، خو اوس خلک په دې باغ کې خپل مړي خاورو ته سپاري.))

د شبانې په وينا، د غزني مېرمنې لاسي صنايع لري، خو د پلور لپاره يې بازار نه لري.

نوموړې زياته کړه، چې په دې اړه يې څو ځلې د ښځو چارو رياست ته شکايتونه کړي، خو هغوى کوم اقدام نه دى کړى.

د غزني ښار يو بل اوسېدونکى محمداکبر هم وايي چې په غزني کې د مېرمنو په بڼ کې پخوا هم مړي خښ شوي وو او اوس هم دا لړۍ روانه ده.

د هغه په وينا، څو ورځې مخکې هم هلته يو مړى خاورو ته وسپارل شو، دولت پر دغه بڼ ډېرې پيسې ولګولې، خو اوس ترې هېڅ ګټه نه اخيستل کېږي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکې رحيمه چې له څو کلونو راهيسې لاسي توکي جوړوي وايي، چې چارواکي ورسره څو څو ځلې د لاسي توکو لپاره په ياد بڼ کې د بازار او نندارتون جوړولو ژمنې کړې، خو عملي کوي يې نه.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((د کورنۍ اقتصاد مو خراب دى، خاوند مې مړ شوى، د کور ټول مسووليت زماپر غاړه دى، خو د خپلو لاسي توکو لپاره بازار نه لرم.))

رحيمه وايي، څو ځلې يې د ښځو چارو رياست له چارواکو څخه اورېدلي چې دوی به مېرمنو لپاره په باغ کې دوکانونه ورغوي او بازار به جوړ کړي، تر اوسه يې هېڅ نه دي کړي.

د نوموړې په وينا، که چېرې دغه يې بڼ د ښار په منځ کې جوړ کړى واى، نو د ښځو لپاره به ډېر ګټور و.

د غزني ښار يوه بله اوسېدونکې کريمه وايي، چې دغه بڼ له ښاره په وتلې سيمه کې ده او مېرمنې به هېڅکله هلته ولاړې نه شي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې مېرمنې د چارواکو له تشو او درواغو ژمنو په تنګ شوې او پر خبرو يې هېڅکله باور نه کوي.

خو د غزني د ښځو چارو رييسه شکريه ولي بيا وايي، چې د دغه بڼ په ساحه کې پخوا قبرونه وو، اوس په کې نوي قبرونه نه دي جوړ شوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې يواځې يو مړى څو ورځې مخکې خاورو ته سپارل شوى، هغه د عدليې د رييس کاکا و، چې دغه کار لپاره يې له چارواکو امر اخيستى و.

شکريه وايي چې له دې وروسته به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په دغه باغ کې خپل مړي خاورو ته وسپاري.

نوموړې وويل، چې تر اوسه د امنيتي ستونزو له امله له دغه بڼه ګټه نه اخيستل کېده، خو په راتلونکي کال کې پلان لري چې هلته د مېرمنو لپاره ځانګړى دفتر او د خياطۍ کورسونه جوړ کړي.

د ښځو چارو رييسې وويل، چې د اوس لپاره هلته يو کتابتون جوړ شوى او په راتلونکي کال کې به ورته دوه سوه جلده کتابونه ور وړي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ هم وايي چې له دې وروسته به چا ته اجازه ورنه کړي چې د ښځو په بڼ کې خپل مړي خاورو ته وسپاري.

د هغه په وينا، د بڼ په سيمه کې هېڅ امنيتي ستونزه او مېرمنې کولى شي په ډاډه زړه ولاړې شي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.