ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې پر سلګونو بې وزلو کورنيو مرستې ووېشل شوې

کونړ کې پر سلګونو بې وزلو کورنيو مرستې ووېشل شوې

author avatar
24 Dec 2013 - 12:56
کونړ کې پر سلګونو بې وزلو کورنيو مرستې ووېشل شوې
author avatar
24 Dec 2013 - 12:56

اسعداباد (پژواک ٣ مرغومى ٩٢): د کونړ والي له يوه دولتي پلاوي سره چپې درې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال پر سلګونو ځاىي اوسېدونکو مرستې ووېشلې.

د کونړ له چپې درې د نورستان تر واما پورې لويه لاره له تېرو پنځو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو له خوا بنده شوې وه، دولتي مامورين، ځواکونه او عامو وګړو پرې تګ راتګ نه شواى کولى.

درې مياشتې مخکې دولتي ځواکو د توپان په نوم د يو لړ پراخو عملياتو په ترڅ کې له ماڼوګي ولسوالۍ د چپې درې تر ګوسلک سيمې پورې لاره چې ٢٢ کيلومتره کېده، خلاصه کړه.

تېره اونۍ ملي ځواکونو د دغو عملياتو په دويم پړاو کې د چپې درې له کونډۍ سيمې بيا تر ګوسلک او له دغه ځاى د مرکزي نورستان تر واما ولسوالۍ پورې لاره له وسله والو مخالفينو پاکه کړه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله پرون له يوه پلاوي سره چپې درې ولسوالۍ ته سفر وکړ او پر ځايي اوسېدونکو يې مرستې ووېشلې.

والي په چپې درې ولسوالۍ کې له ځايي خلکو او قومي مشرانو سره وليدل او د هغوى ستونزې يې واورېدې او د هوارېدو ژمنې يې ورسره وکړې.

هغه د دې ولسوالۍ له شاوخوا ٥٠٠ کورنيو سره د خوراکي توکو چې په کې وريجې، غوړي، دال، لوبيا، صابون، بوره او مالګه شامله وه، ووېشلې.

دغه راز د دې ولسوالۍ اړو خلکو ته يې ژمنۍ توکي هم ورکړل چې په کې ګرمې جامې، کمپلې او د پخلنځي وسايل هم ورکړل.

جلاله د چپې درې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولسوالۍ د خلکو لپاره به چې ډېره موده ورته له بيارغاونې پاتې ده، ځانګړې پاملرنه وکړي.

د چپې درې يوه قومي مشر حاجي سخي پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو شپږو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې هېڅ کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه، چې تر ټولو مخکې بايد دولت د دوى سړک پوخ او بيا دې ښوونځيو او کلينيکونو ته ودانۍ جوړې کړي.

نوموړي له والي مننه وکړه، چې د دې ولسوالۍ له بېوزلو او اړو خلکو سره يې پر وخت مرستې وکړې.

د يادې ده، له ولسوالۍ څخه د بېرته راتګ پر مهال د وسله والو مخالفينو له خوا والي ته کمين هم نيول شوى و، خو ترې روغ ووت.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.