ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې له ودانيزو توکو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي

جلال اباد کې له ودانيزو توکو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي

author avatar
25 Dec 2013 - 14:51
جلال اباد کې له ودانيزو توکو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي
author avatar
25 Dec 2013 - 14:51

جلال اباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د ساختماني توکو يو شمېر سوداګرو او موټر چلوونکو د يوه لاريون په ترڅ کې شکايت وکړ، چې په بېلابېلو لارو کې ترې غير قانوني پيسې اخيستل کېږي.

يادو لسګونو لاريون کوونکو د مرغومي په ٤مه د بهسودو پله تر څنګ د

يوه لاريون په ترڅ کې د کونړ لاره وتړله او د غير قانوني پيسو له ورکړې يې سر ټکاوه.

د ډمټرک هينو د اتحاديي رييس ملک حسيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلال اباد ښار په څلورو دروازو کې ترې د معدني توکو په نوم پيسې اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه: ((د کامې له پله چې راتېرېږو، هلته موږ ته د معدن په نوم پارچه راکوي او پيسې راڅخه اخلي.))

د نوموړي په وينا، د بهسودو پله، سراچې پله، سره رود په سيمه او يو شمېر نورو ځايونو کې هم د معدني توکو په نوم ترې پيسې اخيستل کېږي.

ده وويل: ((دا خلک په معدن پورې تړلي دي، موږ بايد ترانسپورت ته پيسې ورکړو، مګر موږ نه د معدن په نوم هسې بې ځايه پيسې اخيستل کېږي.))

ملک حسيب وايي، چې يو شمېر شرکتونو دغه لارۍ ټېکه کړې او له لاريو پيسې اخلي.

نوموړى دا هم وايي، چې د سړک پر غاړو د شرکت وسله وال کسان ولاړ دي او هر ډريور که پيسې ورته ورنه کړي نو وهي يې.

د حکمت په نوم يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل، چې پخوا به يې يواځې د ښاروالۍ ٢٥ افغانۍ ټيکس ورکاوه، خو اوس يو شمېر شرکتونو ټېکې اخيستې دي، د ښاروالۍ ٥٠ افغانۍ او ٢٠٠ کلدارې نورې ترې اخلي.

ده وويل: ((يو ځل راپسې د ګل کريم ټيکه دار په نوم يو کس راغى او دوه ځلې يې ډزې هم راباندې وکړې او پيسې يې واخيستې.))

حکمت وايي، چې هر معدن ته بېلې پيسې ورکوي، خو ټېکه دار يې تنګوي او په زوره ترې پيسې اخلي.

د ظهيرالله په نوم بل موټر چلوونکى هم ورته خبره کوي او وايي چې څو زورواکي ترې په زوره پيسې اخلي او دولت هم ورته څه نه وايي.موتر هاى لارى

ده وويل: ((که چېرې قانوني وي نو بيا يې ولې افغانۍ رانه نه اخيستې چې دوى کلدارې اخلي.))

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې ياده موضوع څېړلې ده.

هغه زياته کړه، چې د کانونو وزارت د پاليسۍ له مخې له ټولو کانونو د عوايدو د تر لاسه کېدو لپاره خصوصي سکتور ته قراردادونه ورکړل شوي دي.

 

نوموړى وايي: ((له کانونو چې تعميراتي مواد راځي، له تېږې نه متر مکعب ٣٥ افغانۍ او له شګې او نورو څخه متر مکعب ٤٥ افغانۍ اخيستل کېږي.))

 

عبدالزى وايي، که چېرې له يادو پيسو په کوم ځاى کې ډېرې پيسې اخيستل کېږي دا غير قانوني دي او د دا ډول کړنو کوونکي مجرمين دي.

 

د هغه په وينا، په ټولو بنادرو کې د يادو موادو له انتقالوونکو پيسې اخيستل کېږي چې دا قانوني دي.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.