ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ځينې رسنۍ د ټاکنو له قانون څخه سرغړونه کوي”

“ځينې رسنۍ د ټاکنو له قانون څخه سرغړونه کوي”

author avatar
25 Dec 2013 - 17:48
“ځينې رسنۍ د ټاکنو له قانون څخه سرغړونه کوي”
author avatar
25 Dec 2013 - 17:48

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩٢):  د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون، ځينې داخلي رسنۍ د ټاکنو له قانون څخه پر سرغړونه تورنوي او ګواښ کوي، چې که ځينې رسنۍ د کانديدانو له کمپاين څخه تر پيلېدو وړاندې، د هغوى د فعاليتونو په اړه خپل تبليغات ونه دروي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

دغه څرګندونې د ياد کميسيون وياند او منشي نادر محسني، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وکړې او زياته يې کړه، چې په ځينو رسنيو کې داسې پروګرامونه تر سره کېږي، چې هغو ته د کمپاين او يا ټاکنيزو مبارزو نوم ورکولى شو.

هغه زياته کړه: ” موږ د رسنيو د سرغړونو کميسيون د جوړولو غوښتونکي يو او له رسنيو هم غواړو، له دا ډول پروګرامونو څخه، چې يوه تبليغاتي او کمپايني فضا رامنځته کوي، ډډه وکړي.

نوموړي له کانديدانو هم وغوښتل، چې له وخته وړاندې کمپاينونو څخه ډډه وکړي.

د هغه په وينا، په دې اړه يې کانديدانو ته خبر هم ورکړى، خو  د جمهوري رياست ځينې نوماندان ولايتونو ته سفرونه کوي او په داسې فعاليتونو لاس پورې کوي، چې يو ډول کمپاين يې بللى شو او دغه کار له قانون سره نېغ په نېغه په ټکر کې دى.

محسني زياته کړه: ” موږ يو ځل بيا دغو کانديدانو ته ګواښ کوو، چې خپل ټول فعاليتونه او کارونه له قانون او معيار سره سم پر مخ يوسي، د هر ډول کمپايني فعاليتونو له ليدو سره، چې د قانون خلاف عمل وي نو موږ به د قانوني حکمونو له مخې ورسره چلند وکړو.”

محسني د خپلو خبرو په ادامې سره زياته کړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون، ولايتي دفترونو ته د کميشنرانو استخدام په موخه، دغو څوکيو ته له دوه سوو څخه زيات کسان ازمايي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسيون له ځينو رسنيو سره د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو خبرې، له قانون څخه سرغړونه بللې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو څوکيو د تر لاسه کولو لپاره ٧٥٠ کسانو وړانديز کړى وو، چې ٢٠٢ تنه يې له ازموينې تېرولو وروسته د شرايطو وړ بلل شوي دي. 

نوموړي د دې خبرو په څرګندولو سره، چې د يادو کسانو ارزونه به تر سبا پورې دوام وکړي او زياته يې کړه، چې د يادو کسانو له ډلې به يوازې ١٠٢ تنه د کميشرانو په توګه په دندو وګوماري.

د ټاکنو قانون له مخې ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنيزې مبارزې، د سلواغې په ١٣ مه پيل او د وري مياشتې تر ١٣ مې (د ټاکنو له تر سره کېدو څخه ٤٨ ساعته وړاندې) به پاى ته ورسيږي.

د ټاکنو په قانون کې، ولسمشرۍ کانديدانو ته د ټاکنيزو مبارز لپاره دوه مياشتې او د ولايتي شوراګانو کانديدانو ته يوه مياشت وخت ورکړل شوى دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.