جلال اباد (پژواک، ٦ مرغومى ٩٢): د لغمان چارواکي وايي، د دې ولايت په الېشنګ ولسوالۍ کې په ځانګړو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د پنځو سرګروپانو په ګډون ٨ تنه وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات نن سهار وختي د اليشنګ ولسوالۍ د شمکټ درې په شرف الدين او نظر محمد کليو کې د افغان کومانډو له لوري تر سره شوي دي.
ده زياته کړه، په دې عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د پينځو سرګروپانو (خوشال، متين، سيد محمد، هجرت او انعام) په ګډون ۸ تنه وژل شوي، يو تن تپي دى او څلور تنه نور (احمد، حضرت ګل، روزالدين او ضياءالحق) ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، وژل شويو کسانو په ياده دره کې د ماينونو په جوړولو او ځاى پر ځاى کولو، وخت ناوخت درې ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې په افغان ځواکونو د بريدونو په تر سره کولو او نورو ترهګريزو فعاليتونو کې لاس درلود.
ځواک وايي، په دغو عملياتو کې افغان کومانډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن