کابل (پژواک ٦ مرغومى ٩٢): د سولې عالي شورا يو پلاوى، په اسلامي نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سعودي عربستان ته ځي.
د سولې عالي شورا وياند شهزاده شاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د ناستو په دوام او د اسلامي کنفرانس د سازمان په همکارۍ په سعودي عربستان کې جوړېږي.
ده زياته کړه، په دې سفر کې چې د علماوو شورا د مشر مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ ترسره کېږي، د سولې شورا شپږ غړي ګډون کوي او د افغانستان د سولې او مذاکراتو به اړه به هلته خبرې او بحثونه وکړي.
دى وايي، دغه پلاوى به د سعودي عربستان له چارواکو سره هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو په موخه د هغوى د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
د شاهد په خبره، دوى کوښښ کوي، ترڅو د اسلامي نړۍ د عالمانو او د اسلامي فتاواوو د مراکزو له لارې د هېواده روانه ستونزه د تفاهم او مذاکراتو له لارې حل کړي.
د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې په کابل کې هم نړيوال اسلامي کنفرانس جوړ شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن